کندهار ته د کرنې وزیر او ورسره مل پلاوي سفر

mail-admin
Wed, Jan 22 2025 11:04 AM
کندهار ته د کرنې وزیر او ورسره مل پلاوي سفر

۳ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاء الله عمري کندهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د ښارجوړونې وزیر شیخ مولوی حمدالله نعماني، د ښاروالۍ چارو د سمون لوی رییس مولوی محمد اسحاق، د کندهار دکرنې رییس مولوی فضل الباري فضلي او د کندهار د تخنیکي پلاوي غړو په شتون کې، د عینومېنې ښارګوټي د ښارک اړوند ځمکې په اړه ګډه ناسته ترسره کړه. 
ددې ناستې په ترڅ کې د عینومېنې ښارګوټي د ښارک ځمکې د ستونزې پر حل او اړوندو موضوعاتو خبرې اترې وشوې. په یاده ناسته کې د یادې ځمکې په اړه هر اړخیز بحثونه او دواړو لورو د ستونزې د حل لپاره اړینې مشورې او نظریات تبادله کړل. همدارنګه، د ځمکې د تشخیص او تثبیت لپاره اړینې پرېکړې وشوې، ترڅو دا چاره په غوره او دقیق ډول ترسره او ستونزه حل شي.
یاده دې وي، چې د عینومېنې ښارګوټي د ښارک ځمکې د ستونزې د حل په موخه تېر ورځ هم غونډه شوې وه، ترڅو یاده ستونزه هواره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS