د هلمند نوزاد کې د حیواني محصولاتو پیاوړتیا په پار د وړیو کاروباریانو سره لیدنه وشوه

دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نوزاد ولسوالید مالدارۍ او حیواني روغتیا مدیریت له خوا د څارویو د وړیو کاروباریانو له مراکزو او هټیو څخه لیدنې او ارزونې وشوې.
دیادو لیدنو په ترڅ کې لسګونو کسانو ته د څارویو د وړيو راټولولو او سرت بندۍ په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
په ورته مهال د څارویو د وړیو کاروباریانو د عامه پوهاوی له یادې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم د کرنې ادارې څخه په دې برخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه .
دیادونې وړ ده، چې د څارویو د وړیو دغه مراکز د کرنې ریاست لخوا د هالنډ کمیټې په مالي مرسته جوړ شوي دي، ترڅو د ځایي مالدارانو د محصولاتو لپاره د بازار موندنې ترڅنګ د کاروبار زمینه برابره شي.