پکتيا کې د کروندو د آفتونو د ميخانيکي کنټرول کمپاين پيل شو

۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳ه.ش
۹ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړند د بوټو ساتنې مدیریت له لورې د پکتیا ولایت په ځاځی اریوب او احمدخېلو ولسواليو کې د کروندو د آفتونو د ميخانيکي کنټرول کمپاين پيل کړ.
دغه اقدام د کرنې وزارت د نباتاتو د ساتنې او قرنطین ریاست د پلان او د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي په لارښوونه سره په دی ولایت کې ترسره شو.
د دې کمپاین په جریان کې، د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت تخنیکي کارکونکي د یادو ولسوالیو د کروندګرو او بڼوالو سره کار کوي ترڅو د نبات د ودې په موسم کې د حشراتو لاروا او د ناروغیو، د هګیو له مینځه وړلو سره د آفتونو خپرېدل کم کړي. په دې پروګرام کې د نوموړی ولسوالیو ډېری کلی شامل دی.
د مني په موسم کې د میخانیکي کمپاین پلي کول د نبات د آفتونو د کمولو، د چاپېریال ساتنې او د لوړ کیفیت مېوو او سبو تولید لپاره یو له اغیزمنو میتودونو څخه دی. دا طریقه د کیمیاوی درملو مصرف کمولو کې هم مرسته کوی.