د کندهار دکرنې ریاست؛ د څارویو روغتیا او مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار لابراټوار بیا فعالېږي 

mail-admin
Tue, Dec 10 2024 9:56 AM
د کندهار دکرنې ریاست؛ د څارویو روغتیا او مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار لابراټوار بیا فعالېږي 

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ سرپرست آمر مولوي عبدالغني عفان د څارویو د روغتیا په موخه د کرنې او مالدارۍ وزارت له استازو سره ناسته ترسره کړه. د دې ناستي موخه په کندهار کې د څارویو د روغتیا، صحت او ښه تداوی لپاره د څارویو لابراتوار بیا ځلي فعالېدو او د هغه لپاره د اړینو توکو او سامان آلاتو پیرل وه. یاده ناسته چې د مالدارۍ آمریت په تالار کې ترسره شوه، د مالدارۍ سرپرست آمر، وترنر ډاکټرانو او د کرنې وزارت استازو پکې ګډون درلود. 
د غونډې په پیل کې، راغلو استازو د څارویو د لابراتوار پرانیستلو اهمیت په ډاګه کړ او د دې اقدام په ترسره کېدو یې خوښي څرګنده کړه. دوی هیله وښوده چې د دې لابراتوار په فعالېدو سره به د کندهار په مالدارۍ برخه کې د څارویو د روغتیا او تشخیص ستونزې حل شي. همدارنګه په یاد لابراتوار کې به د څارویو د وینې، ادرار او فضله موادو معاینات ترسره کېږي، چې دا به د کندهار لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وي.
د ناستي پر مهال، مولوي عبدالغني عفان د لابراتوار شتون د مالدارۍ د پرمختګ لپاره اړین وباله او د مالدارانو لپاره یې د لا زیاتو اړینو توکو برابرولو غوښتنه وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې د دې لابراتوار په فعالېدو سره به د څارویو ناروغۍ په اغېزمن ډول تشخیص او درملنه یې وشي، چې په پایله کې به د څارویو د مړینې کچه کمه شي او د مالدارانو ستونزې به هوارې شي.
د ناستې له پای ته رسېدو وروسته، د مالدارۍ سرپرست آمر او د وزارت استازو د لابراتوار له موجوده وسایلو او تجهیزاتو څخه لیدنه وکړه. په پای کې دواړو خواوو اړینې سپارښتنې شریکې کړې او اغېزمنو پرېکړي ونیول شوې. 
د یادونې وړ ده، چې د څارویو یاد لابراتوار به یو ځل بیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیا یې بودیجه ډېر ژر فعاله شي، چې ورسره سم به د څارویو معاینات کولو او تداوی ته زمینه برابره شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS