د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د تنظیم کمېټه جوړه شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د تنظیم کمېټه جوړه شوه. دا کمېټه د وزارت د بېلابېلو معینیتونو د باصلاحیته استازو او تخنیکي او فني کارکوونکو څخه جوړه شوې ده.
د دې کمېټې کاري غونډه د مالي او حسابي رییس په دفتر کې ترسره شوه، او پرېکړه وشوه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سکتوري ریاستونه دې خپل د بودجې طرحې د روان کال د لېندۍ میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې بشپړې او وړاندې کړي.
دغه طرحې به د وزارت د مقاماتو له څېړنې او مشورې وروسته د بودجې د اورېدو لپاره واستول شي.
تشکیل کمیته تنظیم بودجه سال ۱۴۰۴ در وزارت زراعت
کمیته تنظیم بودجه سال ۱۴۰۴ به ریاست مولوی ضیاءالدین واقف، رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ، تشکیل شد. این کمیته از نمایندگان باصلاحیت معینیتهای مختلف وزارت و کارمندان فنی و تخنیکی تشکیل شده است.
جلسه کاری این کمیته در دفتر رئیس مالی و حسابی برگزار شد و تصمیم گرفته شد که ریاستهای سکتوری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، طرحهای پیشنهادی بودجه خویش را تا تاریخ ۲۰ قوس سال جاری تکمیل و ارائه کنند. این طرحها پس از بررسی و مشوره مقامات وزارت، برای استماع بودجه ارسال خواهند شد.