د ننګرهار کانال شرکت له ۱۳۰۰ ټنه زیتونو څخه تېل او اچار جوړوی

mail-admin
Thu, Dec 05 2024 10:12 AM
د ننګرهار کانال شرکت له ۱۳۰۰ ټنه زیتونو څخه تېل او اچار جوړوی

۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال به د زیتونو فارمونه د اټکل له مخې شاوخوا ۱۳۰ زره لیټره حاصل ورکوي، چې ۱۳۰ زره لیټره خالص تېل او ۳۰ ټنه زیتون اچار به ترې تر لاسه شي.
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږکال به د ننګرهار کانال اړوند د زیتونو له بڼونو څخه څه باندې ۱۳۰۰ ټنه حاصل تر لاسه شي، چې د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي. د حاصل د زیاتوالي لامل د زیتونو بڼونو ته پاملرنه او د یادو بڼونو سمه ساتنه ده.
همدا راز دوی زياته کړه، چې د ننګرهار د کانال ریاست اړوند پر ۳۱۰۰ هکټاره ځمکه د زیتونو بڼونه جوړوو. د دې بڼونو ډېرې ونې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه وړل شوې دي، چې له نېکه مرغه په وروستیو کلونو کې پر ۵۵۰ جریبه ځمکه د زیتونو نوي بڼونه جوړ شوي او اوسمهال یې یوازې نږدې ۱۸۰۰ هکټاره بڼونه زیتون ورکوي، خو ښاغلی کظيم وايي، په پلان کې لري چې ننګرهار کې پر نوره ځمکه هم د زیتونو بڼونه جوړ کړي.
د کانال ریاست د مسولینو په وینا، د زیتونو دغو بڼونو کې سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه هم برابر شوي.
د مالوماتو له مخې د ننګرهار زیتونو افغانستان پر اسپانيا، ایټاليا، یونان او امريکا سربېره د ۲۵ نورو زیتون تولیدوونکو هېوادونو په کتار کې درولی دی.
ننګرهار دهېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د زیتونو حاصلات په کې ډېر دی او هر کال د دې مېوې د حاصلاتو زیاتوالی په پار هلې ځلې کېږي. د ننګرهار کانال شرکت پلان لري، چې ننګرهار کې پر لسګونه هکټاره ځمکه د زیتونو تازه بڼونه جوړ کړي.
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي او تر پروسس وروسته لس سلنه د زیتونو تېل ترې لاسته راځي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS