د کرنیزو همکاریو پر پراختیا د افغانستان او ایران ټینګار  

mail-admin
Tue, Dec 03 2024 10:52 AM
د کرنیزو همکاریو پر پراختیا د افغانستان او ایران ټینګار  

۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ایران د اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد وزارت د کرنې له مرستیال سره د یاد هېواد په کرنې جهاد وزارت کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د کرنیزو برخو په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ. چې د بحث په موضوعاتو کې یې د تجربو تبادله، د کرنیزو او اوبولګولو پرمختللو ټیکنالوژیو کارونه، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ترسره کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو سوداګرۍ پیاوړي کول شامل وو.
دا لیدنه د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د کرنیز حالت د ښه‌والي په موخه ترسره شوه.
د افغانستان د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ یوه پلاوي، د ایران اسلامي جمهوریت په بلنه د دې هېواد د اوبو او خاورې د پروژو په برخه کې د ظرفیتونو، وړتیاوو او ټیکنالوژیو په ځانګړې توګه د اوبولګولو پرمختللو میتودونو د لیدلو په موخه ایران ته سفر کړی دی.

تأکید افغانستان و ایران بر توسعه همکاری‌های زراعتی
۱۳ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
معین زراعت و مسلکی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان مولوی صدر اعظم عثمانی در مقر وزارت جهاد کشاورزی جمهوری اسلامی ایران با معاون زراعت این وزارت دیدار کرد.
در این نشست، دو طرف بر گسترش همکاری‌های دوجانبه در بخش زراعت تأکید کردند. محورها شامل تبادل تجربیات، استفاده از تکنالوژی‌های نوین زراعتی و آبیاری، برگزاری برنامه‌های ارتقای ظرفیت و تقویت تجارت محصولات زراعتی میان دو کشور بود.
این دیدار با هدف تقویت روابط زراعتی و بهبود شرایط زراعتی هر دو کشور انجام شد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت افغانستان، به دعوت جمهوری اسلامی ایران و به هدف بازدید از ظرفیت‌ها، توانمندی‌ها و فناوری‌های این کشور در زمینه طرح‌های آب و خاک، به ویژه روش‌های پیشرفته آبیاری، در رأس یک هیئت از کارمندان وزارت زراعت به ایران سفر کرده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS