لغمان کې وړوشخوند وهونکوڅارویو ته د طاعون ناروغۍ د مخنیوي پروړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
دلغمان دکرنې اوبولګولواومالدارۍ ریاست سره په همغږي، داکشن ایډ موسسې په تخنیکي همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي مرسته په مهترلام اوعلینګار ولسوالیو کی هغو 2000 مالدارانو ته چې د دوی څارویو د تغذې لپاره څه وخت وړاندې حیواني خوراکه وېشل شوې وه دیادو مالدارانو وړوڅارویو(وزو- پسونو)ته دطاعون واکسین کمپاین پیل شو.
دغه پروګرام د مالدارۍ خدمتونو او څارویودروغتیا امرداکترجوادالله علیزاده او داکشن ایډ مؤسسې ولایتي مسؤلینو لخوا څو څارویو ته په تطبیق سره رسماًپیل شو.
دیاد کمپاین په لړ کې به 6000 واړه شخوندوهونکي څاروي( وزې او پسونه) واکسین شي.