کندهار کې د څارویو د خوندیتوب په پار د واکسینو کمپاین پیلېږي

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په رهبرۍ او د اقتصاد ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي همکارۍ ددې ولایت پر زرګونو څارویو د طاعون، خولې او پښو ناروغیو د مخنیوي په پار د واکسینو کمپاین پیلېږي.
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې کمپاین په ترڅ کې پر څارویو ۲۵ زره د طاعون، ۷۰ زره د خولې او پښو ناروغیو د مخنیوي واکسینونه پلي کېږي.
یاد کمپاین د څارویو د وژونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره پلان شوی، چې موخه یې د طاعون، خولې او پښو ناروغیو د کچې راټیټول، د څارویو روغتیا خوندي کول، او د مالدارانو اقتصادي زیانونو کمول دي. د دې واکسینونو له تطبیق سره به د څارویو شېدو او غوښې تولید نورمال پاتې شي، او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی به پر وخت ترسره شي.
همدارنګه، په دې ولایت کې د غواګانو د پوستکي ناروغۍ د وقایوي واکسین پروسه هم د کرنې ریاست په هڅه روانه ده، چې په نږدې ورځو کې به بشپړه شي.