پکتیکا کې یوشمېر بزګران وروزل شول

د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت هغو بزګرانو ته روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه، چې د دې ولایت دکرنې ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې دوی ته شنې خونې جوړېږي.
د چارواکو په خبره ددې پروګرام په ترڅ کې یادو بزګرانو ته په شنوخونو کې د کرکیلې، د ناروغیو مخنیوی، د حاصل راتول، له حاصل ټولولو وروسته فعالیتونو او د نړۍوال مارکېټ د تقضا په برخه کې اړیني لارښوونې وشوې.
دپکتیکا دکرنې ریاست په دې ولایت کې د ځمکو د اصلاح په پار بڼوالو او بزګرانو ته روزنه ورکوي، ترڅو په دې ولایت کې معیاري کرکیلې ته زمینه برابره شي.