دمخابراتي انتنونو د تشخیص او تثبیت په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
Thu, Nov 28 2024 9:24 AM
دمخابراتي انتنونو د تشخیص او تثبیت په پار غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ او د مخابراتو وزارت، د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا)، د مالیې وزارت او د کرنې وزارت د استازو په ګډون غونډه دائره شوه. په دې غونډه کې د مرکز او ولایتونو د دولتي مخابراتي انتنونو د وضعیت د تشخیص، تثبیت او د هغوی لپاره د قراردادونو د تنظیم موضوعات وڅېړل شول.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس، هغه مخابراتي شبکې چې انتنونه یې د امارت په ملکیت کې دي باید تشخیص او د هغوی د پورونو وضعیت معلوم شي. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۸۳۸ انتنونه تشخیص او قرارداد شوي دي، خو د ۶۷۴ نورو انتنونو ملکیت لا نه دي تثبیت شوي.
د کرنې وزارت د چارواکو په وینا، هر کال له دغو انتنونو شاوخوا ۲۲۳ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کېږي. خو ځینې مخابراتي شبکې لکه افغان بیسیم، ام.ټي.ان، افغان تیلکام او سلام لا هم خپل پورونه نه دي پرې کړي. په ورته وخت کې، د روشن او اتصالات شرکتونه پور نه لري.
د دې ناستې موخه د مخابراتي انتنونو د پیژندنې او قرارداد کولو پروسې ګړندۍ کول او د پاتې پورونو تادیه کول دي.

برگزاری جلسه برای تشخیص و تثبیت آنتن‌های مخابراتی 
جلسه‌ای به ریاست ملا آغاجان آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور نمایندگانی از وزارت مخابرات، اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا)، وزارت مالیه و وزارت زراعت برگزار شد تا وضعیت آنتن‌های مخابراتی دولتی در مرکز و ولایات تشخیص، تثبیت و برای آن‌ها قرارداد تنظیم شود.
براساس حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله، آنتن‌های مخابراتی شبکه‌های مختلف که در ملکیت امارت قرار دارند، باید شناسایی و وضعیت بدهی‌های آن‌ها مشخص گردد. طبق معلومات وزارت زراعت، تا کنون حدود ۸۳۸ آنتن تشخیص و قرارداد شده و مالکیت ۶۷۴ آنتن دیگر هنوز تعیین نشده است.
به گفته مسوولان وزارت زراعت سالانه حدود ۲۲۳ میلیون افغانی از این آنتن‌ها درآمد به دست می‌آید، اما برخی شبکه‌های مخابراتی مانند افغان بیسیم، ام.تی.ان، افغان تیلکام و سلام هنوز بدهی‌های خود را پرداخت نکرده‌اند. در همین حال، شرکت‌های روشن و اتصالات بدهی ندارند.
هدف از این نشست، تسریع روند شناسایی و عقد قرارداد آنتن‌های مخابراتی و پیگیری پرداخت بدهی‌های باقی‌مانده اعلام شده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS