د بڼوالۍ سیمه ییز ښوونځي او د سبو پروسس

mail-admin
 د بڼوالۍ سیمه ییز ښوونځي او د سبو پروسس

۱۹ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، په ټول هېواد کې د نارینوو بزګرانو ترڅنګ ښځینه هغو ته هم د کرکېلي زمینه برابره کړې او وخت ناو خت د کرکېلي اړوند په بېلابېلو برخو کې ورته روزه نیزې برنامې جوړوي او ترڅنګ یې د کرنیزو بستو او اصلاح شوي تخمونو په وېشلو سره ددغو کروندګرو مېرمنو ملاتړ کوي. د کرنې وزارت دغه مرستې که له یوې خوا د کورنیو د خوړو په خوندیتوب کې ګټورې تمامې شوي دي بل خوا په کورنیو کې د مېرمنو د اقتصادي ځواکمتیا لامل هم شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې(NHLP) یوه مخکښه بزګره او پروسس کوونکې، اغلې سلما د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند قلاچې کلي کې ژوند کوي او دغلته له نورو مېرمنو سره د سبو په پروسس کې مرسته کوي.
دغه مېرمن د بڼوالۍ سیمه ییز ښوونځی له لارې له نورو مېرمنو سره د سبو د کرکيلې او پروسس په برخه کې خپلې تجربې شریکوي او هغه درسونه ورسره شريکوي، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لوري دې ته مخکې له مخکې د مهالوېش او موسمونو مطابق ورکړل شوي وي.
دا په عملي ډول نورو مېرمنو ته ور ښيي، چې سابه څنګه وکرل شي، څنګه يې حاصل راټول شي، څنګه پروسس او په بازار کې وپلورل شي.
سلما په دې وروستيو کې نورو مېرمنو ته د سبو د پروسس یو روزنیز پروګرام هم جوړ کړ. سلما وایي:«ما د نورو درسونو تر څنګ د سبوپروسس هم په ښه ډول زده کړه او نورو مېرمنو ته مې هم ور زده کړ. ما پخپله هر وخت له بېلابېلو سبو نه مختلف ‌‌ډول اچار، رُب او کیچ اپ جوړ کړي او بازار کې مې خرڅ کړي دي. په دې دوو میاشتو کې مې
۴۰ بوتله اچار، رُب او کیچ اپ جوړ کړي، چې هر بوتل یې په ۱۰۰ افغانۍ خرڅ شوی چې ټولې ۴۰۰۰ افغانۍ کېږي
مېرمن سلما وايي، نورو هغو مېرمنو ته يې هم په ښه ډول د سبو د پروسس لارې چارې ورښودلې دي، چې له دې سره د بڼوالۍ د سيمه ييز ښوونځي په ګروپ کې دي.
ددې په وينا، له دغه ګروپه د باندې نورې مېرمنې هم علاقه لري، چې ددغه ښوونځي په غونډو کې برخه واخلي او د سبو پروسس او نورې اړوندې لارې چارې زده کړي او دا هم ورسره مرسته کوي.
مېرمن سلما وايي، چې پخوا به د سبوضايعات ډېر ول خو له هغه وخته چې، دې او د ګروپ نورو مېرمنو د سبو د پروسس چارې زده کړې دي، د سبوضايعات بيخي کم شوي او ګټه زياته شوې ده.