د بدیل معیشت آمریت
د ۱۳۹۶ کال
لرلید(دیدګاه):
څنګه، چې ټول هیوادوال په دې پوهیږي، چې افغانستان د اقتصادي جوړښت له اړخه یو کرنیز هېواد پيژندل شوی دی او ددې هیواد ډیری وګړي د کرنې سکټور د مالدارئ او ددې برخې اړوند نورو برخو کې په کار بوخت دي. په هېواد کې مو په دوامداره توګه د بیلا بیلو لاملونو په اساس د خاشخاشو کښت کې زیاتوالی راغلی دی. د خاشخاشو د کښتونو له منځه وړل او پرځای یې دکرنیزو محصولات ځای پر ځای کول زموږ د هیواد له ملي موخو څخه دي، چې د کرنې سکټور او یوشمیر نورو اړوندو څانګو په ترڅ کې د کروندګرو، بڼوالو، او مالدارانو لپاره د بدیل معیشت پروژو رامنځته کیدل او د نورو زیربنايي، اقتصادي او اجتماعي سکټورونو په همکاری او په دې پرخه کې شامل وزارتونه کولای شي، چې مخدره توکو پر وړاندې مبارزه وکړي.
ستراتیژي:
د خاشخاشو د کښت پر ځای د نورو بوټو د کښت کول، د بڼوالئ، مالدارئ او د خوارکي توکو د کړنو له لارې د هیواد د بڼوالو، کروندګرو د عوایدو د کچې لوړول، د خاشخاشو د کښت له زیانونو څخه د کروندګرو خبرول، د کروندګرو دکورنیو اړتیاو لرونګو متناسبو عوایدو په برخه کې د دیني او قبیلوي مشرانو ملاتړ را خپلول دي.
موخه:
- د کرنې وزارت د سکټوري ریاستونو په ګډه همکاری سره د خاشخاشو د کښت د بدیلو پروژو په اړه د پروژو د پلي کیدو د وړتیاوو لرولو، ګټورتوب، حاصل ورکونې او همدا راز د هغه سیمو کروندګرو ته ، چې خاشخاش یی کشت کړي دي د موسمي او جغرافیایی حالت ته په کتو سره په هره سیمه کې د اقتصادي او کرنیزو پوتنسیلونو شته ځآنګړتیاو لرولو په اساس د کلتوری او پلي کیدونکو مهارتونو د منلو او شته وړتیاوړ په برخه کې څیړونه او پیژندنه ده.
- د نړیوالو مؤسساتو او نور بنسټونو په همکارئ د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې په ترڅ کې د کرنې وزارت د سکټوري ریاستونو او شاملو وزراتونو ترمنځ د اړیکو ټینګول، همغږي درلودل، د کرنیزو او مالدارئ چارو د بدیل پروژو د کړنو انسجامول دي.
- د کوکنارو د نه کښت کولو په پار کروندګر، بڼوال او مالدارنو ته د نورو بوټو د کښت کولو او د محصولاتو د ګټورتوب په برخه کې ډاډ ورکول، ترڅو له دغه بوټي څخه په خپله خوښه د نورو بوټو کښت ته پام واړوي.
- د کرنې او مالدارئ په بیلا بیلو برخو کې د کروندګرو او د دوی د اقتصادي عوایدو د پیاوړتیا په پار د خاشخاشو د بدیلو کرنیزو خدمتونو وړاندې کول.
ماموریت:
د بدیل معیشت ریاست د کرنې وزارت د مقام او د هیواد کرنیزو شرایطو ته په کتو د خوراکۍ توکو د اړتیاو دغوښتنې په اډانه کې د خاشخاشو د کښت له منځه وړلو په پار د څیړنو ترسره کوونکي، پیژندونکي، همغږیږي کوونکي او د کرنیزو، مالداری او خوارکی توکو د بدیلو پروژو د فعالیتونو د انسجام کوونکي ریاست په توګه کړنې تر سره کوي او اصلي کړنې یې په لاندې ډول بیانیږي:
- د پلې کیدونکو نښو له اړخه د خاشخاشو دکښت د بدیلو پروژو په اړه څیړنه او پيژندنه، اقتصادي ارزښت او د کروندګرو لخوا د هغې د کښت اسانې لارې چارې ښودل او په دغه څیړنه او لاسته راغلو معلوموماتو کې هغه څیړنیز کارونه نه دي شامل ، چې د کرنې وزارت د ریسرج او پلټڼې نورې څانګې یې تر سره کوي.
- د خاشخاشو دکښت بدیل پیدا کول یوازې د بدیل په کښت پورې اړوند نه دي، دغه ریاست هڅه کويي، چې د هغه کروندګرو لپاره چې د خاشخاشو په کښت بوخت دی د کرنې، مالدارئ وزارت په وظیفوي آډانه کې د دوی لپاره د ژوند کړلو نورې لارې چارې ولټوي.
- د خاشخاشو د بدیلو پروژو همغږی او انسجام کول، د هیواد په بیلا بیلو هغه سیمو کې، چې د پوره څیړنې په ترڅ کې د خاشخاشو کښت پکې پیژندل شوي دی او د کرنې وزرارت د اړوندو څانګو لخوا پلي کيږي. په دغه همغږی کې د وزارتونو، د غیرې دولتي مؤسسو، تمویل کوونکو او د خصوصي لیوالتیالرونکو مؤسسو څانګو لپاره د همغږي د زمیینې رامنځته کول او د مرستو را جلبول شامل دي.
هغه کړنې، چې د پلې کیدو په حال کې دي:
- د کندهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې د کندهار فودزون پروژه.
- د هېواد په پنځو ولایتونو کې د FAO لخوا د زیان لیدونکو کورنیو لپاره د قانونی ژوند کړلو د پیاوړتیا پروژه د سروې په حال کې ده.
- د هېواد په دیارلسو ولایتونو کې د UNODC لخوا د قانوني او روا لارو په ترڅ کې د ژوند کړلو د تامینولو پروژه د تدارک په حال کې ده.
- په کندرهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د UNODC لخوا د بڼوالۍ د پیاوړتیا او د صنعتي طبي بوټو پروژه .
د پروژو په برخه کې :
- د هېواد په شپږو ولایتونو او ۵۰ ولسوالیو کې د ترسره شوې سروې او جوړ شوي ډیټابس له لارې، چې د کرنیز نوي ترویجي پراخیتايي موډل له لارې یې د پراخیتايي کارونو په موخه ترسره شوي دی د د ژوند کړلو د پیاوړتیا او خوراکي خوندیتوب «HFLS» پروژې د کارونو پیلول.
- په هرات ولایت کې د ۲۰۱۷ کال تر اګست میاشتې او د ۱۳۹۶ مالی کال د پلان دپشپړیدو په پار پرته له مالي لګښتونو څخه د «جهار ماه SARD»پروژې کاري غځیدنه .
- د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د INL پروژې د بودیجې لخوا او د UNODC لخوا د د بدیل د پیاوړتیا د ودې پروژې د تدارکاتي چارو ته دوام ورکول.
- دکندهار فود زون KFZ پروژې کاري چارو ته دوام ورکول او د کندهار په ژیړئ او پنجوايي ولسوالیو کې د اوبو لګونې د کانالونو د رغونې د چارو پیلدل.
- د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت لخوا د ولایتي فرعي پروژو په منظم ډول مخ ته وړل.
- په بادغیس او فراه ولایتو نو کې د اقتصاد وزارت د انجو ګانو د ریاست لخوا د معیشت د متبادلې پروژې په اړه څیړنه کول او یاد وزارت ته د پلان او پالیسی ریاست لخوا یې په اړه د نظریو وړاندې کول.
- د هنګ بوتي د څیړنې او د ددې بوټي د پروپوزل برابرولو په پار بغلان ولایت ته د بدیل معیشت د کارپوه تلل.
- د مالي ریاست له لوری د SARD پروژې د زعفرانو کارنو د ټولنې نښول او د ورکشاپونو برخه يې مخ ته وړل .
- د چین هېواد د کارپوهانو لخوا په ګډه سره ددې هېواد د بدیلو بوټو په اړه مقدماتي څیړنه تر سره کول او د قانوني او ګټورو بوټو د پروپوزل لیکلو په مقدمه کار کول.
- د SARD پروژې کلني پلان جوړول او د پلې کیدو په پار یې د هرات د کرنې، اوبو لګونې او مالدرائ ریاست، مالي او حسابي چارو ریاست او تهیه او تداراکاتو ریاستونو ته ورویشل.
- د SARD پروژې د ۱۳۹۶ کال د لومړئ ربعې د پلان جوړول او د هرات ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ ریاست پلي کیدونو څانګو ته یې ور ویشل.
- د سارد پروژې( د بی ۲ او بی ۴) پلان جوړول او مالي او حسابی چارو ریاست ته یې لیږل.
- په کرخ او زنده جان ولسوالیو کې د سرد پروژې د کانسیپت برابرول او هرات ولایت ته یې لیږل.
- د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې په برخه کې د موخو ځای پرځای کولو په پار د مکتوبونو برابرول او بهرنیو مؤسیو ته یې لیږل.
- د شپږمیاشتنیو راپورونو برابرول او د برنامو حمایوی آمریت ته یې لیږل.
- د هرات ولایت د کرخ او زنده جان ولسوالیو د کانسیپت جوړولو په پار د بدیل معیشت د یوه کارکوونکی لیږل.
- د مالیې وزارت د فورمو ترتیبول او د ماليٍ او حسابي چارو ریاست ته یې لیږل.
- د بهرنیو مؤسسو په اډانه او په ځپل دوهمي کریکولم واحدونو کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې موخې شاملول.
- د INL پروژې د بودیجې او د پلي کیدونکي UNODC دفتر لخوا د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د بدیل ودې د پراخیتا پروژې د پلې کیدو په اړه کړنې تر سره کول.
- دمخدره توکو پروړاندې د مبارزې په اړه د پلان جوړول او د هیواد د دوهمې کچې ولایتونو په پلی کیدونکي پلان کې د مبارزې موخې ځای پرځای کول.
- د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون په اړه د وزارت د نظریو برابرول او د مخدره توکو پر وړاندې، مبارزې وزارت ته یې لیږل.
د همغږی په برخه کې:
- د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې وزارت اړوند دKFZ پروژې د یوې میاشتنې همغږي کاري غوڼدو کې درې ځلې ګډون کول.
- د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لوی کمیسون لخوا د ولایتي پروژې په جوړو شویو غوڼدو کې ګډون کول.
- د مخدره توکو پر وړاندې، مبارزې وزارت کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ملي اونۍ د لمانځغوڼدې د جوړیدو په غونډه کې ګډون کول.
- د ترویجي څارني او تخنیکي کړنلارې د برابروالي په پار د ترویج لوی ریاست په کاري تخنیکي غونډو کې ګډون کول.
- د کرنې، اوبو لګونې او مالدرائ وزارت د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې په پار د انکشافي پروژو دوامداروالی پر متکي پروژه باندې.
- دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت کې د کندهار ولایت د فود زون په غونډو کې ګډون کول.
- د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې د لوی کمیسیون، د تخنیکي کمیټې په غوڼدو کې ګډون کول.
- دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په انګړ کې د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې پلان جوړولو په غونډو کې ګډون کول.
- د کرنې د ودې او ترویج لوی ریاست په اونیزو غونډو کې ګډون کول.
- د افغانستان د اساسي قانون په اړه د پوهاوي په اړه جوړ شوي ورکشاپ کې ګډون کول.
- د مخدره توکو پروړاندې دمبارزې د پلان جوړونې په غونډه کې ګډون او ددې پلان پلي کول په هغه ولایتونو کې، چې خشخاش پکې کښت کیږي.
- د قانوني بوټو د موندلو په پار له سکټوري ریاستونو سره د اړیکو ټینګول.
- د خاشخاشو پر وړاندې د ګټورو او ارزښت لرونکو بوټو په پار له FAO مؤسسې سره د اړیکې نیول.
- د خاشخاشو پر وړاندې د کرنیزو بوټو پیژندلو په پار له EAVES مؤسسې سره اړیکې نیول.
- د تریاکو پر وړاندې د کیفیت او کمیت د زیاتو ارزښت لرونکو بوټو پیژندلو په پار د څیړنو له ریاست سره همغږي لرل.
- په هغه ولایتونو،کې چې خاشخاش کښت کيږي، د دې بوټي دکښت د کچې د ټیټوالي په پار له INL مؤسسې سره همغږیي کول
د لوړتیا لوړونې په برخه کې:
- په بلخ ولایت کې د AIMP پروژې له لوري په دغه ولایت کې د معیشت پروژو ۲۰ تنه کارکوونکو ته د بنسټیز معیشت او دمخدره توکو پروړاندې د مبارزې د موخو شاملو په آډانه کې د درې ورخني ورکشاپ پرانیستل.
- په بدخشان ولایت کې د پلي کیدونکو پروژو کارکوونکو ته د پروژو د اغیزمنتوب په پار د UNODC لخوا د څلور ورځنیو مشورتي روزنیزو غونډو جوړول.
- د ملکي خدمتونو انسټيټوټ له لارې د یوې میاشتنی روزنیز پروګرام لپاره د نوې کرنیزې تکنالوژي په برخه کې د بدیل معیشت د امریت د کارکوونکي د هندوستان هیواد حیدر آباد ایالت لیږل.
- د یوې میاشتې لپاره د چین هیواد په بلنه سره د سرې او بایو ګا د نوې تکنالوژي د برابروالي په برخه کې روزنیز ورکشاپ ته د بدیل معیشت د آمر لیږل.
- د بدیل معیشت داخل خدمت کارکونکو لپاره د ژبې زده کړې روزنیز پروګرام ته دوام ورکول.
- د فوق لیسان د پروګرامPGDEAM د لومړي سمستر پیلول او د MANINGE پوهنتون له لارې له نورو زده کوونکو سره د بدیل معیشت د کارکونکو په ګډون د درسونو پیلیدل.
- د وزارت په پراختیايي پروژو کې له مخدره توکو سره د مبارزې پر وړاندې د موخو ځای پر ځای کولو په پار د مکتوبونو لیږل.
په اداري برخه کې:
- د ورځینو اداري کارونو ترسره کول.
- د ترلاسه شویو مکتوبونو (ارسال او مرسول) او همدا راز له اړوندو ادارو سره یې شریکول.
- د ۱۳۹۶ کال لپاره د فایلنګ برابرول.
- د دفتر د سمبالولو او د اړتیا وړ قرطاسیې د ف س ۹ برابرول او لیږل.
- د وزارت او همکارو مؤسساتو لخوا د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د دوهمو واحدونو له لوري د ورکشاپونو او جوړیدونکو غونډو په پاره د هیواد د ۳۴ ولایتونو د کرنې ادارو ریاستونو ته د مکتوبونو لیږد.
- د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې د موخو د شاملیدو په پار د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د همکارو پروګرامونو پروژو او په دې برخه کې فعالیت کوونکو مؤسسو ته د مکتوبونو لیږل.
- د ورځنیو کارونو تر سره کول.
- اړوندو څانګو ته د مکتوبونو لیږل.
- د ورځنیو مکتوبوبو لیږل او تر لاسه کول.
- د ايټالیا هېواد سفارت ته د سارد پروژې د مکتوبونو لیږل.
- د وزارت په داخل کې اړوندو پروژو ته د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې په موخو کې د ګډون په پار مکتوبونو لیږل.
- چاپان او هندوستان هیوادونو ته د روزنې په پار د بدیل معیشت د دوه تنه کارکوونکو لیږل.
- د داخل خدمت د روزنې په پار د بدیل معیشت د یوه تن کارکونکي لیږل.
- د ورځینو اداري کارونو ترسره کول.
- د مکتوبونو لیږل او تر لاسه کول او له اړوندو ادارو سره یې شریکول.
- د ۱۳۹۶ کال لپاره د فایلنګ برابرول.
- د دفتر د سبمالتیا او اړتیا وړ قرطاسیې د ف س ۹ ترتیبول او لیږل.