د کندهار دامان کې نږدې ۸۰۰ کډوالو کورنیو لپاره ښارګوټی جوړېږي

mail-admin
Mon, Nov 11 2024 2:44 PM
د کندهار دامان کې نږدې ۸۰۰ کډوالو کورنیو لپاره ښارګوټی جوړېږي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دامان ولسوالی کې د ۷۹۱ کډوالو کورنیو لپاره د یو ښارګوټی جوړلو د پروژې پرانسته ترسره شوه. دغه ښارګوټی د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د افغانستان اسلامي امارت په شخصي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د کور او ښار جوړونې ریاستونو او یو خصوصي شرکت په ګډه همکارۍ د (۱۲،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، الحاج مولوی فضل الباري فضلي وویل: «د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره هڅه شوې، چې د هېوادوالو لپاره ښوونه، روزنه، کار او پرمختګونه رامنځته شي.» هغه زیاته کړه، چې د دې ښارګوټي جوړېدو سره به کډوالو کورنیو ته د کار، زده کړې او نورو اسانتیاوو لپاره زمینه برابره شي.
د کور او ښار جوړونې ریاست د انجنیري څانګې آمر، احسان الله وویل، چې یاد ښارګوټی به د دامان ولسوالی په شهرک سیمه کې پر ۸۶۰ جریبه ځمکه په ۴۵ ورځو کې جوړ شي. هغه همداراز وویل، چې په یاد ښارګوټي کې به ۷۹۱ کورنۍ استوګنه کوي، چې پکې ۴ مجوماتونه، یوه لویه مرکزي عیدګاه، ۴ پارکونه، د والیبال او کرکیټ یو یو لوبغالی او ښوونځی او مدرسه هم جوړ شي.
د پرانستغونډې په پای کې د یاد ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه او غونډه د اختتامیې په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS