د لغمان علینګار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه
۱۹ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي او د اسلامیک ریلیف مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د علینګار ولسوالی پر ۹۵۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل لړۍ پیل شوه.
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد دملګرو ملتونو د کرنې او خوړو او ټولو هغو مرستندويه ادارو څخه مننه وکړه، چې بزګرانو سره يې هر کال د اصلاح شويو تخمونو،کیمیاوي سرو او نورو برخو کې مرستې کوي.
ښاغلي محمد وویل، چې ددې پروسې په ترڅ کې هر بزګر ته د دوه جریبه ځمکې لپاره ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه او ۵۰ کیلو ګرامه توره سره د بزګرانو لاسنیوی او دخوړو خوندیتوب په موخه وېشل کېږي.
نوموړي بزګرانو ته هم سپارښتنه وکړه، چې په خپل وخت د غنمو کر وکړي او هڅه وکړي، چې د روزنیزو پروګرامونو پر مهال اخیستل شوې لارښوونې عملاً تطبيق کړي ترڅو په حاصل کې د پام وړ زياتوالی راشي.
د کرنې رییس دغه راز په خپله برخه کې په يو شمېر لاسته راوړنو، ستونزو، خنډونو او راتلونکو پلانونو هم خبرې وکړې او له مرستندويه ادارو يې وغوښتل، چې د کرنيز سکتور په پرمختګ کې ور سره همکاري وکړي.