د کرنې وزیر د ځنګلونو د ساتنې په موخه د کونړ ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل

mail-admin
Sat, Oct 26 2024 10:49 AM
د کرنې وزیر د ځنګلونو د ساتنې په موخه د کونړ ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له امارتي چارواکو سره  د ځنګلونو د ساتنې په اړه خبرې اترې وکړې.
دغه غونډه، چې د ځنګلونو د ساتنې د لارو چارو موندنې او په دې برخه کې د ستونزو د حل په موخه جوړه شوې وه، په کې د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالحق مخدوم، د کرنې وزارت اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوي باز محمد فيضان، د کونړ والي قدرت‌الله ابوحمزه، مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني، د علماوو شورا رییس شیخ عبدالقهار او یوشمېر نورو چارواکو هم حضور درلود.
د کرنې وزیر په خپلو خبرو کې د ځنګلونو په ساتنه کې د دولت او ولسونو پر ګډ مسوولیت ټینګار وکړ او د کونړ ولایت له امارتي ادارو څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې لا زیاته همکاري وکړي. دغه راز د کونړ والي هم د پاکې هوا او د سیمې د طبیعي ښکلا په ساتلو کې د ځنګلونو رول مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې د ځنګلونو په ساتنه کې به جدي کار وکړي.
په غونډه کې حاضرو چارواکو د ځنګلونو د ساتنې د پياوړتیا په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او په پای کې د امنیه قومندان، د استخباراتو د رییس، د کرنې ریاست، د علماوو شورا او ولایت مقام په ګډون یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوه چې دا پروسه په منظمه توګه وڅاري.

نشست وزیر زراعت با مسوولان محلی ولایت کنر پیرامون حفاظت از جنگلات
مولوی عطالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با هیئتی از مقامات بلندپایه به ولایت کنر سفر کرده و با مسئولان امارتی این ولایت درباره حفاظت از جنگلات دیدار و گفتگو کرد.
 در این نشست که به منظور بررسی راهکارهای حفاظت از جنگلات برگزار شد، مقامات ارشد از جمله مولوی عبدالحق مخدوم معین وزارت امور داخله، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، قدرت‌الله ابوحمزه والی کنر، مولوی عبدالله حقانی معاون والی، شیخ عبدالقهار رئیس شورای علما و سایر مسئولان حضور داشتند.
وزیر زراعت در سخنان خود بر مسئولیت مشترک دولت و مردم در حفظ جنگلات تاکید کرد و از ادارات امارتی کنر خواست تا در این زمینه همکاری نزدیک‌تری داشته باشند. در ادامه، والی کنر نیز با اشاره به نقش جنگلات در حفظ هوای پاک و زیبایی طبیعی منطقه، اطمینان داد که در حفاظت از جنگلات تلاش خواهد کرد.
مسئولان حاضر در نشست، نظریات و پیشنهادات خود را درباره تقویت حفاظت از جنگلات ارائه کردند و در نهایت یک کمیته ویژه با حضور آمر امنیت، نماینده استخبارات، اداره زراعت، شورای علما و مقام ولایت تشکیل شد تا این روند را به صورت منظم پیگیری و مدیریت نماید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS