د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون

mail-admin
افتتاح سی‌و‌یکمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری افغانستان در کابل

Event dates

Event dates -

Location بادام باغ

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون پای ته ورسېد

دکرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې له ۲۵ څخه تر ۲۸ نیټې پورې د څلورو ورځو لپاره د سلګونو تولیدونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونو زرو لیدونکو په ګډون د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوې وه پای ته ورسېد.
د دغه نندارتون له لارې بزګرانو او تولیدونکو د راتلونکو همکاریو په موخه له متشبثینو، سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادرونکو سره تړونونه، هوکړه لیکونه او ژمن لیکونه لاسلیک کړل.
د دغه نندارتون د تنظیم کوونکو د شمېرو له مخې، د یاد نندارتون د پلور، قراردادونو، ژمنو او هوکړه لیکونو ټولیز ارزښت څه باندې ۷۵ میلیونه ۲۲۳ زره افغانیو ته رسېږي.
په دغه نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او لاسي صنایعو په برخه کې د ۴ میلیونه ۷۷۴ زره ۳۴۰ افغانیو په ارزښت محصولات پلورل شوي، د ۱۵۳ میلیونه ۵۳۶ زره ۵۸۰ افغانیو په ارزښت؛ ۶۸ قراردادونه، د ۵ میلیونه ۹۹۹ زره او ۸۹۴ افغانیو په ارزښت ۵۷ ژمنې لیکونه او د ۱۰ میلیونه ۹۱۶ زره ۳۹۹ افغانیو په ارزښت ۸۹۴ تړونونه لاسلیک شوي دي.
په دې نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، کرنیز او د مالدارۍ پروسس شوي توکي، کرنیز ماشینونه، لاسي صنایع، وطني غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، ډول ډول مثمر او غیر مثمر نیالګي، د برېښنا تولیدوونکي لمریزې دستګاوې او نور ډول ډول توکي په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي وو چې له دې ډلې څخه ۵۶ غرفې یې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې وې.

کابل کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو یودېرشم  نندارتون د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه پلاوي په حضور کې د کابل د بادام باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شو.
په دغو مراسمو کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو له ډلې د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اوبولګولو او طبیعي زېرمو مرستیال مولوی باز محمد فیضان، دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم  عثماني او دغه راز یو شمېر بهرنیو دیپلوماتانو او د نړۍوالو بنسټونو استازو هم حضور درلود.
په پیل کې ملا عبدالغني برادر د خاورې، اوبو او اقلیم په برخه کې د افغانستان د ظرفیتونو او امتیازاتو په اړه خبرې وکړې او د رغنیزو پروژو په پیلولو کې یې د اسلامي امارت د هڅو یادونه وکړه. نوموړي دغه راز د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو، بازار موندنې او د کرنې د ميکانيزه کولو په برخو کې پر هڅو ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې د کورنيو توليداتو صادرات به زيات شي.
د ریاست الوزراء  سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير هم د افغانستان د کرنيزو محصولاتو لوړ کيفيت ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې دغه نندارتون د دغو محصولاتو د بازارموندنې او معرفي کولو لپاره يو ښه فرصت دى.
نوموړي همدا راز ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د ځمکو د غاصبینو او د ځنګل وهونکو پر وړاندې کلک ولاړ دی او چاته د ځمکې د غصب او طبیعي زېرمو د تخریب اجازه نه ورکوي.
په همدې حال کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کورنیو تولیداتو د ملاتړ پر اهمیت او د بزګرانو او مالدارانو پر ژوند د هغې پر مثبتو اغېزو ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پوره ظرفیتونه لري او د امنیت او وضعیت په ښه کېدو سره د دغو دوو برخو د پرمختګ لپاره اغېزمن ګامونه پورته شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي هم د چین، ایران، منځنۍ اسیا او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته د محصولاتو د صادرولو په برخه کې د افغانستان هڅو ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د شویو هوکړه لیکونو خبر وکړ.
همدارنګه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر عثماني هم دغه نندارتون د کروندګرو او سوداګرو د سوداګرۍ لپاره یو فرصت وباله او په تېرو درېیو کلونو کې یې د نباتاتو او حیواني ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د کرنې د متخصصینو هڅې وستایلې.
په پای کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني د هېواد د اقتصاد په وده کې د کرنې او مالدارۍ په اهمیت ټینګار وکړ او مراسم د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل. وروسته د امارت مشرتابه د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه. 
 دغه  نندارتون د "معیاري تولید؛ نړۍوال بازار ته لاس رسی" تر شعار لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د روان کال د تلې له ٢٥مې تر ٢٨مې نېټې د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی، چې ددې نندارتون په ٢٦٣ غرفو کې د کرنې او مالدارۍ محصولات، کورني تولیدات او د ښځو لاسي صنایع  نندارې ته اېښودل شوي دي.

اړوندې خپرونې:

د ۱۴۰۳ یم کال د کرنیزو محصولاتو یو دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

سوداګر سره د سوداګر او حکومت سره د سوداګر غونډه دائره شوه

د کرنې او مالدارۍ محصولاتو د خزانی نندارتون د ترسره کولو لپاره د همغږۍ او انسجام په موخه ناسته جوړه شوه

د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې:  

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو په خزاني نندارتون کې  

دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو په خزاني نندارتون کې:  

ملا عبدالغني برادر د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو په خزانې نندارتون کې:  

د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنیزو محصولاتو په یودېرشم نندارتون کې:  

د کرنيزو محصولاتو په یو دېرشم نندارتون کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو وچې مېوې ترلاسه کړي

د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو له یو دیرشم نندارتون څخه د افغان مېرمنو له خوا چمتو شوي رُب، مربا او اچار و پېرئ

د کرنیزو محصولاتو په یو دیرشم نندارتون کې د هېواد د بڼوالو پروسس شوي مېوې په انځورونو کې

بادام باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه او وطني محصولات ترلاسه کړئ

د کرنیزو محصولاتو په یودېرشم نندارتون کې ګډون وکړئ   

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کرنیزو محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

34.556476865985, 69.117822647095