کابل کې د سبو د ناروغیو د مخنیوي په پار هڅې

۳۰ تله ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د سبو کروندو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي او کنټرول په پآر هلې ځلې پیل کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د کابل بګرامۍ ولسوالی کې د سبو کروندو څخه لیدنه او په عملي توګه د سبو د کروندو د ناروغیو او افتونو د کنټرول چارې ترسره شوې.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو وړتیاوې لوړول او په ټوله کې د دوی دکروندو د خوندیتوب له لارې د بزګرانو د عوایدو کچې لوړولو ته زمینه برابرول دي.