د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرودلو مرکزي کمېټې غونډه دائره شوه  

mail-admin
Mon, Oct 14 2024 11:00 AM
د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرودلو مرکزي کمېټې غونډه دائره شوه  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ او د یادې مرکزي کمېټې د مختلفو ادارو د مسوولینو په ګډون په کرنې وزارت کې غونډه دائره شوه.  
په دې غونډه کې د تېرې غونډې د پرېکړو د تطبیق څرنګوالي، د اضافي غنمو د پېرودلو او لېږد څرنګوالي، د پېرودل شویو اضافي غنمو د لېږد لپاره عملیاتي پلان ترتیب، د غنمو د لېږد لپاره د بوجیو یا خلطو اخیستل، د بزګرانو د پیسو د ورکړې پلان ترتیب او په مرکزي سیلو کې د غنمو د تخلیې څارنې پر موضوعاتو خبرې او نظرونه تبادله شول.  
د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، دغه کمېټه د ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ ټاکل شوې ده، چې د بزګرانو اضافي غنم واخلي او په سیلوګانو کې یې زېرمه کړي، تر څو د بیړني حالت یا په بازار کې د غنمو او یا اوړو د بیې د لوړوالي په صورت کې یې بیا بازار ته وړاندې کړي او د غنمو بیه کنټرول کړي.

جلسه‌ کمیته مرکزی خریداری گندم مازاد دهاقین دایر شد 
جلسه‌ای به رهبری ملا آغاجان آخند « حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت آبیاری و مالداری با حضور مسوولان ادارات مختلف عضو در کمیته مرکزی خریداری گندم مازاد دهاقین در وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه پیرامون؛ چگونگی تطبیق موضوعات ذکر شده در جلسه قبلی، چگونگی پیشرفت امور خریداری و انتقال گندم مازاد دهاقین، ترتیب پلان عملیاتی انتقال گندم مازاد خریداری شده، خریداری خریطه یا بوجی جهت انتقال گندم مازاد خریداری شده، ترتیب طرح پرداخت پول دهقانان و نظارت از تخلیله گندم در سیلوی مرکزی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
بر اساس حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله کمیته به سرپرستی ملاآغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت توظیف شده است که گندم مازاد دهاقین را خریداری و در سیلوها ذخیره نمایند تا در موقع اضطرار یا بلند رفتن قیمت گندم یا آرد در بازار دوباره به بازار عرضه و  قیمت گندم کنترول گردد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS