د ننګرهار دکانال شرکت رییس د کرنیزو شرکتونو د ټولنې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Sun, Sep 22 2024 1:44 PM
د ننګرهار دکانال شرکت رییس د کرنیزو شرکتونو د ټولنې له چارواکو سره وکتل

۱ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت رییس سید محمد نعیم «محمدي» نن د خپل کار په دفتر کې د کرنیزو شرکتونو د ټولنې له رییس شاه محمود، ددغې ټولنې مرستیال اسلام الدین او یوشمېر نورو چارواکو سره په کتنه کې، ددوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
ددې لیدنې په ترڅ کې یادو چارواکو د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې  په دې لنډو ورځو کې يې ددوی د اوبو کمښت ستونزې ته مثبت ځواب ووایه او عملي ګامونه يې پورته کړه، د یادې ټولنې په وینا دغه ستونزه يې نږدې ۷۰ سلنه ختمه کړه، موږ ترې د لا زیاتو عملي ګامونو د پورته کولو غوښتونکو یو او په دې برخه کې هر زار همکارۍ ته چمتو یو  .
ددغې ټولنې مرستیال حاجي اسلام الدین وړاندې وویلې، موږ سره په دغې اتحادیه کې نږدې ۳۰۰ کرنیز شرکتونه ثبت دي « دا ټول د ننګرهارکانال شرکت د ځمکو قراردادي کرنیز شرکتونه دي» یاد ټول کرنیز شرکتونه د کانال د ابادۍ او پرمختګ ته ژمن دي او د بشپړ همکارۍ ډاډ درکوو . 
ورپسې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رییس سېدمحمد نعیم «محمدي» خبرې وکړې او زیاته يې کړه، چې د ننګرهارکانال د هېواد د سترو کرنیزو، اقتصادي او ټولنیزو پروژو څخه ده، ددې سترې او ملي پروژې ابادي، پرمختګ زموږ او ستاسو د ټولو ګډه دنده ده.
موږ پلان لرو چې، د اوبولګولو عصري سيستم په مټ به شاړې دښتې تر کرکیلې لاندې راولو، زيتونو او ستروسو د ډولونو رواجولو ته کار به لا زیات کار وکړو، دميکانيزه کرنيز سيستم ته به کوټلي ګامونه پورته کړو او د نورو برخو ودې او پراختیا ته به هم کار وکړو.
نوموړې وویل، چې د اوبو د کمښت ستونزه اوس یوازې د ننګرهارنه بلکې د ټول افغانستان او حتی نړۍ شموله ده، کله چې زموږ د ډرونټې د اوبو بند کاسه ډکه وي نو په لوی نهر کې به اوبه پرېمانه وي، چې کله کاسه تشه وي نو اوبه کمېږي.
 همدارنګه د اوبو کمښت ستونزه د اوبو څخه ناسالمه ګټه پورته کول دی، چې له بده مرغه زموږ یو شمېر هېوادوال ترې سالمه ګټه نه پورته کوي . «زه پلان لرم، چې د لوی نهر د اوبو سیستم د عدل او انصاف له مخې داسې برابر کړم چې هرې ویالې او کلي ته د نوبت سره سمې خپلې اوبه او حق ورسېږي.»
باید وویل شي، چې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت لوی نهر کابو ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري، دا لوی نهر د اوبو ۳۷ ویالې لري، چې په یوه ثانیه د درې مترمکعب ظرفیت باندې ۳۱ زره هکټاره ځمکې خړوبوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS