دکرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس ورسره مل پلاوي لغمان ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د دې ریاست رییس او  داراضۍ برخې له کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
Sat, Sep 21 2024 4:14 PM
دکرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس ورسره مل پلاوي لغمان ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د دې ریاست رییس او  داراضۍ برخې له کارکوونکو سره وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍوزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم او ورسره مل پلاوي په داسې حال کې، چې د مالې او حسابي چارو رییس مولوي ضیاالدین واقف، دځمکو دمعلوماتو دسیستم او دځمکو دبانک رییس انجینراحسان الله الهام او داراضۍ ریاست یوشمېر نورو کارکوونکو یې ملتیا کوله لغمان ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د دې ریاست له کارکوونکو سره د چارو د اروزنې،ستونزو د اوریدو او دقرغیو ولسوالی دنهرکریم او نجارانو قلعه سیمو دځمکو د بررسي په موخه وکتل.
په دغه کتنه کې داراضۍ لوی رییس مولوي محمودمظلوم د اراضۍ برخې کارکوونکو څخه د ځمکو داجاره ورکونې، د ځمکودغصب مخنیوي او داجاره دارانو د اجارو دحسابونو تحویلي برخو کې ارزونه وکړه او دوی ته یې په دغو برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې او ددې برخې د کارکوونکو ستونزې یې واوریدې.
په ورته مهال د لغمان دکرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد راغلي پلاوي ته دښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ دځمکوالۍ چارو د اجرا  په برخه کې بشپړ ډاډ ورکړ د دې سربېره یولړ شته ستونزې او وړاندیزونه یې له راغلي پلاوي سره دحل په پار شریک کړ چې دراغلي پلاوي له لوري ورته دحل ډاډ ورکړشو . 
وروسته دکتنې څخه یاد پلاوی او دکرنې رییس د قرغیو ولسوالی اړوند نهرکریم او نجارانو قلعه سیمو ته سفر وکړ او په دغو سیمو کې دکدستري نقشو په تطبیق سره د ځمکې بررسي وکړه.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS