د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فراه د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
Wed, Sep 18 2024 10:27 AM
دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با کارمندان ریاست زراعت ولایت فراه 

۲۸ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د فراه ولایت د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل.
په دې کتنه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فراه ولایت د کرنې رياست کارکوونکو ته په کار کې په ښه اخلاقو، محمدي سیرت، صداقت او ايماندارۍ سپارښتنه او ټينګار وکړ او ويې ويل: «له مراجعينو سره ښه چلند وکړئ، ډېر او غوره چوپړتیاوې وړاندې کړئ، کار او دینې چارو ته ژمن اوسئ.»
هغه زیاته کړه:« اسلامي امارت د شهیدانو د وینو په تویولو سره تاسیس شو، له دې نظام څخه ملاتړ وکړئ، د تفرقې، تبعیض او سرغړونې مخه ونیسئ.»
د فراه ولایت د کرنې رییس مولوي شاه محمد سروري وویل: «فراه یو له حاصلخیزو ولایتونو څخه دی، چې غنم په کې په زیاته پیمانه کرل کېږي، ددې ترڅنګ هندواڼه او عناب ددې ولایت عمده حاصلات دي.»
 د فراه د کرنې ریاست کارکوونکو خپلې ستونزې څرګندې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې د دوی ستوزنو ته دې رسېدنه ووشي، چې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د دوی د ستونزو د حل په موخه دوی ته ډاډ ورکړ.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با کارمندان ریاست زراعت ولایت فراه 
۲۸ سنبله ۱۴۰۳ ه‍.ش
ملا آغاجان آخند (حاجی سالم) معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفرش به ولایت فراه با رییس و کارمندان ریاست زراعت آن ولایت دیدار کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار کارمندان ریاست زراعت را به رویه نیک، سیرت محمدی، خلوص نیت و پاپندی به کار تاکید نموده گفت:« با مراجعین به طریقه احسن رویه کنید، خدمات بهتر و بیشتر داشته باشید و پابند به کار و امور دینی باشید.» 
وی افزود:« امارت اسلامی با ریختن  خون شهیدان برپا شده از آن حمایت کنید از تفرقه، تبعیض و تخلف جلوگیری نمایید.»
مولوی شاه محمد سروری رییس زراعت ولایت فراه گفت:« ولایت فراه از ولایات حاصل‌خیز است که در آن گندم به پیمانه زیاد کشت می‌شود، در پهلوی آن تربوز و عناب از حاصلات عمده این ولایت است.»
کارمندان ریاست زراعت ولایت فراه مشکلات شان را بیان کرده و خواهان رسیده به آن شدند که از سوی معین مالی و اداری اطمینان لازم جهت حل مشکلاتشان سپرده شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS