لوګر کې سلګونه اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړېږي
۲۰ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍریاست په هڅو د افغانستان لپاره د کلیو بیارغولو ادارې له لوری د لوګر ولایت مرکز پُل علم اړوند بېلابېلو کلیو کې پر څه باندی۴۰۰بې وزلو، او اړمنومېرمنو د دوی د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو فارم جوړولو توکي ووېشل شوې.
په يادو فارمونو کې هر ګټه اخیستونکې ته ۳۰ دانې د هګیو چرګې، ۱۵۰ کیلوګرامه د چرګانو معياري خوراکه، یوه دروازه،یوه کړکۍ، ۳ عدده د دانې خوړولو لوښې، د اوبو لوښې او داسی نور توکي ورکول شوی دی.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته د کور دننه زمینه برابرول دي.
هېره دې نه وي، چې تردې وړاندې هم په برکي برک ولسوالی کې ۴۰۵ کسانو ته داشان فارمونه جوړ شوي وو.