سرپل ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر 

mail-admin
Tue, Sep 10 2024 9:27 AM
سرپل ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان خند «حاجي سالم» سرپل ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت مرستیال والي داملا محمد نادر حقجو او ددې ولایت له یوشمېر سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند سرپل ولایت ته دخپل سفر موخه د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ وضعیت څېړل او د کروندګرو د اضافي غنمو پېرل او زېرمه کول وبلل او زیاته یې کړه:.«سرپل ولایت کې له ۷۰۰ مټریک ټنو څخه زیات اضافي غنم شتون لري، چې له کروندګرو، کوپراتیفونو، د غنمو تخم تولیدي شرکتونو، عشر او زکات او ازاد بازار څخه پېرل او زېرمه کېږي.»
په همدې حال کې د سرپل ولایت مرستیال والي محمد نادر حقجو وویل:«په تېرو شلو کلونو کې په سرپل ولایت کې، هېڅ کار نه دی شوی. اسلامي امارت دې سرپل ولایت ته زیاته پاملرنه وکړي، کرنه میکانیزه کړي او د څارویو نوي او اصلاح شوي نسلونه دې ترویج شي او په بزګرانو دې کیمیاوي سرې، اصلاح شوي تخمونه، کرنیز ماشینونه او آفت وژونکي ووېشل شي.»
د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د بزګرانو د اضافي غنمو د اخیستلو او زېرمه کولو بهیر په اړه وویل:«دا د حضرت یوسف سیرت دی، چې د بزګرانو اضافي غنم زېرمه شي، موږ به دا غنم په بېړنيو حالاتو او یا که په بازار کې د غنمو او وړو بیه لوړه شي بېرته یې بازار ته وړاندې کوو، په دې برخه کې د استخباراتو، امنیه قومندانۍ، مستوفیت، د ولایت مقام، د صنعت او سوداګرۍ ریاست همکاري اړین دي، ترڅو د بیې ټاکنې او زېرمه کولو کمېټې جوړې شي.» 
د عایداتي سرچینو زیاتول، د راستنیدونکو ځمکو او نورو کرنیزو ځمکو اجاره ورکول، د مخابراتي انتنونو پېژندنه او تثبیت او د هغوی د پورونو تصفیه، د عشر او زکات په راټولولو کې همغږي او د اړوندو څانګو همکاري هغه څه ؤ چې به ډې غونډه کې پرې خبرې اترې وشوې.

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت سرپل سفر کرد
۱۹ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش 
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت سرپل سفر کرده با داملا محمد نادر حقجو معاون والی ولایت سرپل و شمار از مسوولین محلی این ولایت دیدار کرد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار هدف سفر به ولایت سرپل را دیدار و بررسی وضعیت زراعتی و مالداری آن ولایت و خریداری گندم و ذخیره سازی آن در گدام یا سیلوها عنوان کرده افزود:« بیش از هفتصد متریک تن گندم مازاد در ولایت سرپل وجود دارد که از دهاقین، کوپراتیف ها، شرکتهای تولید تخم‌های بذری گندم، عشر و زکات و بازار آزاد خریداری و ذخیره سازی می‌شود.»
در همین حال، داملا محمد نادر حقجو معاون والی ولایت سرپل گفت:« در ولایت سرپل در ۲۰ سال اخیر هیچ کار نشده است توجه امارت اسلامی باید در این ولایت بیشتر باشد، زراعت مکانیزه شود و نسل های نو مالداری ترویج گردد و برای دهاقین کودکیمیاوی، تخم اصلاح شده بذری، ماشین آلات زراعتی، آفت کش ها توزیع گردد.»
مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت روند خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین را بیان کرده گفت:« این سیرت حضرت یوسف است که گندم مازاد دهاقین ذخیره سازی شود، ما این گندم را در حالات اضطراری و بلند رفتن قیمت گندم دوباره به بازار عرضه می‌نماییم، در این راستا همکاری استخبارات، قوماندانی امنیه، مستوفیت، مقام ولایت، ریاست صنعت و تجارت لازمی است تا کمیته ها تشکیل قیمت گذاری و ذخیره سازی شود.»
افزایش منابع عایداتی، اجاره دهی زمین استرداد شده و سایر زمین‌های کشاورزی، تشخیص و تثبیت آنتن‌های مخابراتی و رفع مقروضات شان، انسجام در جمع‌آوری عشر و زکات و همکاری ادارات ذیربط از موضوعات مورد بحث این دیدار بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS