بغلان ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

mail-admin
Thu, Aug 29 2024 11:06 AM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند«حاجي سالم» بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني او ددې ولایت له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.

۸ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند«حاجي سالم» بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني او ددې ولایت له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په دې لیدنه کې وویل: «د امیرالمؤمنین حفظه الله حکم دی، له هغو ولایتونو څخه چې د غنمو ډېر تولید لري اضافي غنم وپېرو او زېرمه یې کړو او د دې کار لپاره یو میلیارډ افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده».
په همدې حال کې د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني وويل: «د غنمو راټولول او په بېړنیو حالاتو او یا د غنمو د بيې د لوړېدو په حال کې يې عرضه کول ښه کار دى او موږ يې ملاتړ کوو».
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال د سفر موخه، د کروندګرو د اضافي غنمو د پېرودلو او زېرمه کولو په اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د تطبیق سربېره، د عایداتي سرچینو پېژندنه او زیاتوالی، د مخابراتي انټنونو تشخیص او دکرنې ریاست د فعالیتونو او کارکوونکو ارزول دي. 
دغه سفر د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال په مشرۍ، د خوړو خوندتیوب او اسټراټیژیکو زېرمو رییس مولوی قدرت الله حقیار، دکرنې وزارت د اداري ریاست د جنسي محاسبې آمر کریم الله نوري، د مالي او اداري مرستیال سلاکار مولوی ندامحمد، مالي مسوول احمدشاه کاګر او د تدارکاتو مسوول ذبیح الله اخندازه په شتون کې ترسره شوې ده.

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت بغلان سفر کرد
۸ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت بغلان سفر کرده و با مولوی عبدالرحمن حقانی والی ولایت بغلان و شماری از مسوولین محلی این ولایت دیدار کرد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار گفت:« حکم امیرالمومنین است که گندم مازاد را از ولایت های که تولید بیشتر دارند خریداری و ذخیره سازی نماییم، و برای این کار یک میلیارد افغانی بودیجه اختصاص داده شده است.»
در همین حال مولوی عبدالرحمن حقانی والی ولایت بغلان گفت:« جمع آوری گندم و عرضه آن در حالت اضطراری یا بلند رفتن قیمت گندم اقدام نیک است و ما از آن حمایت میکنیم.»
هدف سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت در کنار تطبیق حکم امیرالمومنین در جهت خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین، تشخیص و افزایش منابع عایداتی، تشخیص آنتن های مخابراتی و بررسی فعالیت ها و کارمندان ریاست زراعت می‌باشد.
این سفر به سرپرستی معین مالی و اداری وزارت زراعت با اشتراک مولوی قدرت الله حقیار رییس مصونیت غذایی و ذخایر استراتیژیک، مولوی کریم الله نوری آمر محاسبه جنسی ریاست اداری وزارت زراعت، مولوی ندامحمد عابد مشاور معین مالی و اداری، احمد شاه کاکر مسوول مالی، ذبیح الله آخندزاده مسوول تدارکات صورت گرفته است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS