د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ترمنځ د طبیعي سرچینو په برخه کې د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Aug 26 2024 4:10 PM
د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ترمنځ د طبیعي سرچینو په برخه کې د همغږۍ غونډه دائره شوه

۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په مشرۍ؛ دکرنې وزارت د یوشمېر رییسانو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د چاراکو په شتون کې د اوبولګولو د پروژو د تطبیق او د ځنګلونو او طبیعي زېرمو د ساتنې په برخه کې د همغږۍ غونډه دائره شوه. 
ددې غونډې په پیل کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوولینو د ۷۰۰ چک ډېمونو د جوړولو، د اوبو لګولو لسګونه کانالونو، سر بندونو، د اوبو مدیریت، د ټراسونو جوړولو، کب روزنې، د ځنګلونو ساتنې او د اقلیم بدلون په برخه کې خپل فعالیتونه شریک کړل او د پروژو د چارو پرمختګ، د بشپړ شویو پروژو او د پروژو د ډیزان په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال له یادو کړنو څخه د مننې په څرګندولو سره د پروژو په پلي کولو کې پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې چې ټول فعالیتونه دې باید له دې مرستیالۍ سره په همغږۍ پلي او دوی سره دې شریکې شي. هغه زیاته کړه، چې یادې ادارې ته تر دې دمه د خلکو له خوا سلګونه عریضې رسېدلې، نو مخکې له دې چې په دې برخه کې کومه پروژه پلي کېږي باید یادې مرستیالۍ سره دې شریک شي، ترڅو د خلکو اړتیا ته په کتو په مناسب ځای کې پروژې پلي شي. 
وروسته حاضرو رییسانو د پروژو د اغېزمنتوب او د فعالیتونو د شریکولو په اړتیا خبرې وکړې ترڅو کارونه په ښه توګه پلي شي.
د یادولو وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د کرنې وزارت او د بزګرانو او مالدارۍ د کورنیو له ملاتړو ادارو څخه ده او د همکارو بنسټونو او مؤسسو له لارې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې فعالیتونه او پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.
دغه غونډه، چې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیالۍ د غونډو په تالار کې دائره شوې وه، په کې د اوبولګولو، طبیعي سرچینو، ځنګلونو او د ځمکې د اصلاح د برخې رییسانو او دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د اسټراټیژیک همغږۍ او اړیکو مسوول نجیب الله امیرزی او د یاد دفتر د اوبولګولو تخنیکي مسوول ښاغلی آنټیک هم شتون درلود.

جلسه ‌هماهنگی میان وزارت زراعت و سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد در بخش منابع طبیعی برگزار شد
۵ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ هماهنگی میان  مسولان وزارت زراعت و سازمان خوراک زراعت ملل متحد در بخش تطبیق پروژهای آبیاری و حفاظت از جنگلات و منابع طبیعی به سرپرستی مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در حضورداشت شماری از روئسا و مسوولان وزارت زراعت و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد برگزار شد.
در این مجلس در آغاز مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد فعالیت‌های خویش را در قسمت اعمار ۷۰۰ چکدم، ده‌ها کانال‌های آبیاری، سربند‌ها، مدیریت آب‌ها، احداث تراس‌ها، ماهی پروری، حفاظت از جنگلات و تغییر اقلیم شریک نموده و از پیشرفت کارها، تکمیل پروژه‌ها و دیزاین پروژه‌ها سخن گفتند.
بعدا معین آبیاری و منابع طبیعی با اظهار قدردانی از فعالیت‌های تاکید به هماهنگی و در جریان گذاشتن فعالیت‌ها شد و افزود که به صدها عریضه از مردم به این اداره مواصلت نموده خوب است که از قبل پروژه‌ها شریک شود تا مطابق ضرورت مردم و در جای مناسب فعالیت‌ها تطبیق گردد.
 بعدا روساء حاضر در قسمت موثریت پروژه‌ها و نیاز شریک سازی فعالیت‌ها صحبت نموده کارها بهتر عملی گردد.
قابل ذکر است که سازمان خوراک و زراعت ملل متحد یکی از حامیان وزارت زراعت و خانواده دهقان و مالدار می‌باشد و کارهای آن در ۳۴ ولایت افغانستان از طریق موسسات و انجوهای همکار در حال تطبیق می‌باشد.
این جلسه که در تالار جلسات معینیت آبیاری و منابع طبیعی  وزارت زراعت برگزار شده بود در آن روساء بخش آبیاری، منابع طبیعی، جنگلات، انجینری و اصلاح زمین وزارت زراعت و نجیب‌الله امیرزی مسوول همآهنگی استراتیژیک و ارتباط  و آقای آنتیک مسوول تخنیکی آبیاری دفتر سازمان خوراک و زراعت ملل حضور داشتند.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS