د ننګرهار کانال په ځمکه د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د يو ورځنيو چرګوړو او غوښینو چرګانو د توليد فارم پرانیستل شو

mail-admin
Sun, Aug 25 2024 2:03 PM
د ننګرهار کانال په ځمکه د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د يو ورځنيو چرګوړو او غوښینو چرګانو د توليد فارم پرانیستل شو

۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د ننګرهارد کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم او يو شمېر نورو مسئولينو په شتون کې د ننګرهارکانال شرکت د هډې فارم په دويم بلاک کې د انصاف کوثر شرکت په ۱۲۰ ميلیونه افغانيو لګښت د يو ورځني او غوښینو چرګانو يو فارم پرانیستل شو.
ددې فارم په پرانیست غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري د ننګرهارکانال شرکت د رییس مولوي غلام الرحمن کظیم هڅې وستایلې، چې په ننګرهارکانال کې يې د  دا ډول ټولګټو پروژو پلې کولو ته زمینه برابره کړې  او د انصاف کوثرکرنیز شرکت له مسئولينو يې هم مننه وکړه چې په خپل هېواد کې يې پانګونه وکړه او د چرګانو توليد سربېره يې هېوادوالو ته د کاروبار زمينه برابره کړه.
نوموړي وويل، چې اوسمهال په هېواد کې تر هر وخت زيات آبادۍ او پانګونې لپاره فرصتونه برابر دي او د خوښۍ ځای دی چې هره ورځ د بيا رغونې پروژې پلي کېږي.
د ننګرهار مرستیال والي په هېواد او بهر کې پر پانګوالو غږ وکړ چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي .
په همدې حال کې، د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم وويل، چې دوی انصاف کوثر شرکت ته د هډې فارم په دويم بلاک کې شپاړس جريبه ځمکه د چرګانو روزنې فارم جوړولو په موخه په اوږدمهال قرارداد ورکړې، چې د دوی کاري حجم ته په کتلو پلان لري چې د قانوني مرحلو طې کولو وروسته نوره  ځمکه هم ورکړل شي.
ښاغلي کظیم وويل، یاد شرکت د چرګانو توليد او روزنې په برخه کې بشپړ چمتووالی لري او په دې سره به په هېواد کې د نورو فارمونو ستونزه هم حل شي.
د انصاف کوثر شرکت عمومي مدير زلمي قريشي وويل، چې د پنځوس میليونه افغانيو په لګښت يې په شاړس جريبه ځمکه د چرګانو درې شيټه جوړ کړي، چې هر شيټ د لس زره چرګانو ساتنې او روزنې ظرفيت لري. نوموړي زیاته کړه چې ډېر ژر به دوه شيټونه نور هم جوړ کړي.
هغه وويل، چې په دې فارم کې هګۍ، يو ورځني چرګوړي او غوښین چرګان توليد او روزل کېږي، چې ورځنی توليد به يې ۳۰ زره چرګوړي وي، همدا راز يې وويل چې په فارم کې فيډ ميل هم جوړوي او په راتلونکې کې به دې فارم ته نور انکشاف هم ورکړي.
د انصاف کوثر شرکت عمومي مدير وايي چې په دې فارم به ټوله پانګونه ۱۲۰ ميليونه افغانۍ اټکل شوی ده، چې په نږدې ورځو کې به يې چارې بشپړې شي.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وايي، چې په دې ولايت کې د چرګانو توليد دوه زره فارمونه شتون لري، چې هره ورځ ترې ۱۵۰ زره پورې غوښین چرګان بازار ته عرضه کېږي، نوموړي زياته کړه چې ننګرهار کې هره ورځ ۲۰ زره يو ورځني چرګوړي توليديږي؛ خو تر څلور سوه زرو پورې چرګوړو ته اړتيا ده.
په ورته وخت کې د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رییس سيد عبدالبصير پاچا وايي، چې له ګاونډيو هېوادونو څخه يې د غوښنو چرګانو په واردولو بنديز لګولی ترڅو په داخل کې فارم لرونکي زيانمن نه شي. نوموړی وايي په ننګرهار کې د چرګانو توليد څوارلس فابريکې شتون لري. هغه زياته کړه چې هڅه کوي ترڅو په کور دننه د چرګانو په برخه کې په ځان بسيا شو.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ خونې رییس حاجي اجمل رحماني په خپلو خبرو کې وویل؛ «که په ننګرهار کې د يو ورځني چرګوړو توليد زيات شي؛ نو بيا موږ نه اړ کيږو، چې له ګاونډيو هېوادونو غوښین چرګان وارد کړو». نوموړی وايي سږکال ګرمۍ کې د معياري امکاناتو نه شتون له امله چرګان ضایع کېدل؛ نو له همدې امله قيمتونه هم لوړ شوي وو.
اجمل رحماني زياته کړه چې ډېر ژر به په دې ولايت کې د چرګانو د درملنې يو معياري کمپلکس پرانیستل شي، چې ور سره به د چرګانو صنعت پراختيا کې مثبت بدلون رامنځته شي.
د يادې پرانيستې پر مهال د اقتصاد رییس مولوي عطاء الرحمن فاتح، د سينديزې حوزې رییس سيد فضل احد پاچا، يو شمېر نورو مسئولينو او د رسنيو استازو هم حضور درلود.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS