د لغمان د دوو ولسوالیو قومي مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
Thu, Aug 22 2024 11:27 AM
د لغمان د دوو ولسوالیو قومي مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د  لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په داسې حال کې چې  دطبیعي سرچینو امر انجینراصحاب الدین حلیمي، د عشراوزکات راټولولو امر قاري ذبیح الله هشام، دځمکوالۍ چارو امر مولوي ګل رسول زبیر، دمالدارۍ او حیواني روغتیا امر ډاکټرجوادالله علیزاده، کرنیزو چارو مدیر انجینرامین الله تکل،د وحشي ژوو دسروې او ځنګلونو دتنظیم مدیر انجینر توریالي پیغام او اجرائیوی مدیر انجینر سردار زیار یې ملتیا کوله ددې ولایت د علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د یادو ولسوالیو له قومي مشرانو سره په غیرقانوني توګه دځنګلونو د پریکولو مخنیوي، د جلغوزیو دمحصول راټولولو، دعشراو زکات راټولولو او امارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او دقومونو دستونزو د اوریدو په موخه وکتل.
په دغو ولسي ناستو کې د ددولت شاه ولسوال حاجي عبدالشکور او  دعلیشنګ ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل هم حضور درلود.
ددغو ناستو په ترڅ کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد ل د ځنګلونو تولیدي او محافظوي ارزښت بیان کړل، نوموړي وویل: «طبیعي ځنګلونه دهېواد ملي شتمني ده، هواتصفیه کوي،دخاورې دتخریب او دبادونو مخنیوی کوي، داکسیجن حیاتي ماده تولیدوي چې د اکسیجن څخه پرته ژوند کول ناممکن ده نو دځنګلونو ساتنه  پرموږ لازمه ده، هیچاته باید ددې اجازت ورنکړو چې ځنګلونه په غیرقانوني توګه قطع کړي،د امیرالمؤمنین حفظه الله دحکم او د ځنګلونو د قانون په اساس د ځنګل پرې کوونکي شخص د شپږ میاشتو تنفیذي حبس باندې محکوم کیږي.»
 همداراز د لغمان دکرنې رییس د جلغوزیو د محصول د راټولولو کړنلاره تشریح او په دې برخه کې د ولسوال، دځنګلونو ساتنې ټولنو غړو، قومي مشرانو او امنیتي مسؤلینو مسؤلیتونه روښانه کړل د دې ترڅنګ یې دیادو سیمو له قومي مشرانو او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو څخه وغوښتل، چې د ځنګلونو په ساتنه، د جلغوزیو د محصول او  عشر اوزکات راټولولو همدارنګه د امارتي ځمکو د غصب په مخنیوي کې د کرنې ریاست له مسؤلینو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
همداراز د دغه سفر په لړ کې نوموړي د یادو ولسوالیو کروندګر حلال کښت کرنې ته متوجې کړل.
په ورته مهال د یادو ولسوالیو ولسوالانو د کرنې رییس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له دوي څخه مننه وکړه چې یادو ولسوالیو ته یې تشریف راوړی یاد پلاوي ته یې ډاډ ورکړ چې د ځنګلونو دقطع مخنیوي، د جلغوزیو د محصول راټولولو، او دامارتي ځمکو دغصب مخنیوي په برخه کې به دتیر په څیر خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.
دوی په ولسونو غږ وکړ چې د ځنګلونو ساتنه او د یو پر لسمه برخه د جلغوزیو محصول د کرنې ریاست مسؤلینو ته په وخت وسپاري او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
بل لور ته د علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ولسونو له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه چې د دوی ستونزې او غوښتنې له نږدې اوري او د کرنې رییس ته یې  په یادو برخو کې د پوره همکاریو ډاډ ورکړ. دوی له راغلي پلاوي وغوښتل چې د یادو ولسوالیو اکثره وګړي غریب او بې وزله دي د کارو بار کومه بله وسیله نه لري د قانون په چوکات کې دې  وچولرګیو ته  اجازت ورکړي ،د ولسوالۍ دنفوس په تناسب داصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو سهمونه دې زیات شي، دکوکنارو دبدیل کښت لپاره دې د اقلیم، اوبو او هوا سره توافق لرونکي نباتات مروج شي، دشاړو ځمکو ته د اوبو رسولو شبکې، ویالې او سربندونه دې جوړشي، د چهارمغزو تېزه نمو کوونکي بڼونوجوړول، عنعنوي کرنه په عصري کرنه بدلول او د  کورنیو ترمنځ خپل منځي املاکي ځمکو پر سر د اوښتي دوسیو د امارتي کولو د مخنیوي لپاره مناسبه دحل لاره  دې ولټول شي.
په ورته مهال دکرنې رییس دوی ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې به یې له ولایتي ادارې، د وزارت رهبري او همکارو مؤسسو سره دحل په موخه شریکوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS