د بزګرانو د اضافي غنمو پېرلو او زېرمه کولو د کړن لارې د پلي کولو هڅې

user-admin
Thu, Aug 22 2024 8:22 AM
د بزګرانو د اضافي غنمو پېرلو او زېرمه کولو د کړن لارې د پلي کولو هڅې

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند حاجي سالم په مشرۍ د یو شمېر امارتي ادارو د استازو په ګډون له بزګرانو څخه د اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو د کړن لارې د پلي کولو پر څرنګوالي د بحث په موخه غونډه دکرنې په وزارت کې دائره شوه.
په دې غونډه کې د کمیټې د کار د څرنګوالي او د ټولنې د دقیق کاري طرزالعملونو د چمتو کولو په اړه د کمېټې د غړو ترمڼخ خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.
کندز، تخار، بدخشان، هلمند، سمنګان، کندهار، هرات، فراه، بلخ، سرپل، فاریاب، نیمروز او بادغیس هغه ولایتونه دي چې اضافي غنم لري.
د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې۳۸ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم شته، چې د اسلامي امارت لخوا پېرل کېږي او د همدې ولایت یا زون په سیلوګانو کې زېرمه کېږي.
د امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند«حاجي سالم» په مشرۍ کمېټه ګمارل شوی ترڅو، د بزګرانو اضافي غنم وپېرې او په سیلوګانو کې یې زېرمه کړي، ترڅو په بېړنیو حالاتو کې، یا که په بازار کې د غنمو او وړو بیه لوړه شي، دغه غنم بېرته بازار ته وړاندې شي ترڅو د غنمو بیه کنټرول شي.

تلاشها جهت تطبیق طرزالعمل خریداری گندم مازاد دهاقین 
۳۱ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
به ادامه تلاش‌ها جهت تطبیق طرزالعمل خریداری گندم مازاد دهاقین جلسه‌ای به سرپرستی ملاآغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت با حضور نماینده گان چندین اداره امارتی به منظور بحث روی چگونگی خریداری گندم مازاد دهاقین در وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه پیرامون چگونگی کارکرد کمیته و تطبیق طرزالعمل کاری جامعه و دقیق میان اعضای کمیته بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
ولایات کندز، تخار، بدخشان، هلمند، سمنگان، قندهار، هرات، فراه، بلخ، سرپل، فاریاب، نیمروز و بادغیس ولایاتی اند که گندم مازاد دارند.
۳۸ هزارو ۸۰۰ متریک تن گندم در ۱۳ ولایات کشور مازاد بود که توسط امارت اسلامی خریداری در سیلوها همان ولایت یا زون ذخیره سازی می‌گردد.
بر اساس حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله کمیته به سرپرستی ملاآغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت توظیف شده است که گندم مازاد دهاقین را خریداری و در سیلوها ذخیره نمایند تا در موقع اضطرار یا بلند رفتن قیمت گندم یا آرد در بازار دوباره به بازار عرضه و  قیمت گندم کنترول گردد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS