د کرنې وزیر د مالیې له وزیر سره وکتل 

mail-admin
Wed, Aug 21 2024 11:01 AM
د کرنې وزیر د مالیې له وزیر سره وکتل 

۳۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره پلاوي د مالیې له وزیر ملا محمد ناصر اخند سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پروژو د پلي کولو او له دغو سکتورونو څخه د عوایدو د ښه راټولولو په موخه یې د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې، چې دکرنې اوماليې وزارتونو د مرستيالانو او يوشمير رييسانو په شتون کې جوړه شوې وه، د دواړو ادارو د ویمې واحدونو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو، دهېواد په کچه دمخابراتي انتنونو تثبیت، د نویو عایداتي سرچینو تثبیت او د ملي عوایدو راټولولو او د په شفاف ډول د تېروختونو د باقیاتو د تثبیت په هکله خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه. 
په دې غونډه کې د ګډونوالو تر منځ له بحث او د نظرونو له تبادلې وروسته یوه تخنیکي کمېټه وټاکل شوه، چې د مطرح شویو موضوعاتو له تخنیکي او مسلکي ارزونې وروسته د یادو موضوعاتو په هکله اصولي کړنې ترسره کړي.

دیدار وزیر زراعت با وزیر مالیه 
۳۱ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراهش با ملا محمد ناصر آخند وزیر مالیه دیدار و پیرامون ایجاد هماهنگی میان دو اداره جهت تطبیق پروژها در سکتور زراعت و مالداری و جمع آوری بهتر عواید این سکتورها گفتگو کردند.
در این دیدار که با حضور معینان و شماری از روئسای وزارت زراعت و وزارت مالیه برگزار شده بود در آن پیرامون ایجاد هماهنگی بهتر میان واحد‌های دومی دو اداره، تثبیت آنتن‌های مخابراتی در سطح کشور، تثبیت سرچشمه‌های جدید عایداتی و  جمع آوری عواید ملی و تثبیت باقیات گذشته به گونه شفاف بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در این نشست پس از بحث و تبادل نظر میان اشتراک کننده گان یک کمیته تخنیکی توظیف گردید تا پس از بررسی تخنیکی و مسلکی موضوعات مطرح شده اجراات اصولی را در مورد موضوعات بحث شده انجام دهند.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS