کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه
۱۸ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم ددې ولایت د عدلیې رییس شیخ مولوي محب الله ابوالاحسان په مشرۍ غونډه دائره شوه.
د غونډې په پيل کې دکندهار د عدلیې رییس شیخ مولوی محب الله ابوالاحسان لارښوونکې وینا ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې، د یوشمېر عاریضونو عریضې او دوسیې و څېړل شول او ترڅنګ یې د نېش ولسوالی د موضوع او یوشمېر اشخاصو د دوسیې په هکله مفصلې خبرې اترې وشوې او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
په غونډه کي پر ځینو مهمو موضوعاتو هم بحثونه وشول او د غونډي نورو ګډون والو یو له بل سره خپل نظرونه شریک کړل.