دکرنیزې پرمختیا صندوق د عالي شورا غونډه دائره شوه

mail-admin
Thu, Aug 08 2024 9:47 AM
دکرنیزې پرمختیا صندوق د عالي شورا غونډه دائره شوه

۱۸ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ؛ د مالیې وزارت د مرستیال، د کرنیزې پرمختیا صندوق رییس، د بانک مسوولینو، دکرنې وزارت سلاکارانو او د یاد وجهي صندوق د یوشمېر عملیاتي چارواکو په ګډون دائره شوه.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري وویل: «د کرنیزې پرمختیا صندوق د بزګرانو او مالدارانو لپاره ګټور او د دې صندوق د ودې لپاره باید اغېزمنې چارې ترسره کړي، موږ باید هلې ځلې وکړو، چې دکرنیزې پرمختیا وجهي صندوق ته څنګه وده ورکړو، ترڅو بزګرانو او مالدارانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړو.»
دغه راز دکرنیزې پرمختیا وجهي صندوق رییس انجنیر عبدالغفور غفاري په تېرو اوو مياشتو کې د  کرنیزې پرمختیا صندوق فعاليتونه او لاسته راوړنې بيان کړې او د دغه صندوق د ودې پر وړاندې د ننګونو، ستونزو او حل لارو په اړه يې خبرې وکړې.
دغه راز په دې غونډه کې د غضنفر بانک له خوا د ۵۰۰ میلیونه افغانیو غوښتل شوي پور او د اکسوس مؤسسې، چې د ۳۰۰ میلیونو افغانیو د پور غوښتنه کړې ده، هم خبرې وشوې.
سربېره پردې، د کوچنیو مالي تمویلاتو د پور د دوام یا بندولو او د دې پروګرام لپاره د نوې برنامې د جوړولو، په محاکمو کې د مشتریانو د دوسیو ستونزې او د کویټ فنډ د پور له برخې څخه د بسپنې د لري کولو او د صندوق د بېلانس شېټ په اصلي بانګه کې د هغه ګډول ددې غونډې اصلي موضوعاتو ؤ.
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق یو غیر بانکي مالي دولتي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.
د دې صندوق اصلي دنده د افغانستان د کرنې د ودې او پرمختګ لپاره کروندګرو او کرنيزو متشبثینو ته د اسلامي تمویل زمینه برابرول دي.

جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی دایر گردید
۱۸ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی به سرپرستی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با اشتراک معین وزارت مالیه، رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت، مسوولان بانک، مشاورین وزارت زراعت و شماری از مسوولان عملیاتی صندوق وجهی برگزار شد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این جلسه گفت:« صندوق وجهی انکشاف زراعتی مفید برای دهاقین و مالداران و سودمند برای رشد این صندوق باشد ما تلاش نماییم تا چگونه این صندوق وجهی انکشاف زراعتی را رشد و خدمات بهتر و بیشتر برای مالداران و دهاقین داشته باشیم.»
هم‌چنان انجنیر عبدالغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعتی فعالیت‌ها و دست آوردهای صندوق وجهی انکشاف زراعتی را در هفت ماه اخیر بیان کرده و روی چالشها، مشکلات و راه حل برای رشد این صندوق پرداخت.
در کنار این، در این جلسه روی قرضه دهی برای غضنفر بانک که خواستار ۵۰۰ میلیون افغانی قرضه و موسسه اکسوس که خواستار ۳۰۰ میلیون قرضه شده اند نیز بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
برعلاوه، تصمیم گیری روی دوام یا توقف پروسه تمویلات مالی کوچک و ایجاد اداره جدید برای این برنامه، مشکلات دوسیه های مشتریان نزد محاکم و پیشنهاد صندوق مبنی بر بر دادشتن وجوه کویت فند از بخشی بدهی و شامل ساختن آن به سرمایه اصلی در بیلانس شیت صندوق از موضوعات عمده این جلسه بود.
صندوق وجهی انکشاف زراعتی یک نهاد دولتی مالی غیر بانکی بوده که تحت رهبری وزارت زراعت، آبیاری و آبیاری فعالیت می‌نماید. 
تمویل مالی اسلامی دهاقین و متشبثین زراعتی در جهت رشد و بهبود زراعت افغانستان از وظایف عمدۀ این صندوق به شمار می‌رود.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS