د کرنې وزیر له ترکي سوداګرو سره وکتل

mail-admin
Wed, Aug 07 2024 9:22 AM
د کرنې وزیر له ترکي سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د ترکیې له دوو ملي سوداګرو پروفیسور جمعه علي قهرمان او ارکان اوسوز سره، چې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري، وکتل.
یاد سوداګرو د کرنې له وزیر سره د لیدنې پر مهال د عضوي سرې په ځانګړې توګه د پروتین او امینو اسید د تولید په برخه کې د خپلې پانګونې د چمتووالي خبر ورکړ او دکرنې له وزیر څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې دکرنې وزیر په دغه کتنه کې د پانګونې په هکله د یادو ترکي سوداګرو او پانګوالو د لېوالتیا قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د ټولو پانګوالو هرکلی کوي او ټولې لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.
د کرنې وزیر دغه راز تخنیکي کمېټې ته د یادو سوداګرو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

دیدار وزیر زراعت با تجار ترکی
۱۷ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش پروفیسور جمعه علی قهرمان و ارکان اوزسوز دو تن  از تجار ملی کشور ترکیه که علاقمند سرمایه گذاری در افغانستان هستند دیدار کرد.
تجار متذکره در جریان دیدار با وزیر زراعت علاقمندی شان را مبنی بر سرمایه گذاری در بخش تولید کودهای عضوی به خصوص پروتین و امینو اسید بیان نموده و خواستار همکاری وزارت زراعت شدند.
در همین حال وزیر زراعت از پیشنهاد سرمایه گذاری تجار جمهوری ترکیه استقبال کرده و برایشان اطمینان دارد که هرنوع سهولتی که نیاز داشته باشند برایشان جهت سرمایه گذاری در بخش‌های مختلف سکتور زراعت و مالداری فراهم می نمایند.
وزیر زراعت همچنان هدایت لازم را به کمیته تخنیکی جهت فراهم سازی سهولت‌های لازم برای تجار متذکره سپرد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS