د کرنې وزارت د ځنګلونو چارو د تنظیم نوی رییس معرفي شو

mail-admin
Sun, Aug 04 2024 1:33 PM
د کرنې وزارت د ځنګلونو چارو د تنظیم نوی رییس معرفي شو

۱۴ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ ملا سراج الحق میرویس ذاکري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو چارو د تنظیم د رییس په توګه  تر ګمارنې وروسته ددې وزارت د مالي او اداري مرستیال له خوا د یاد ریاست کارکوونکو ته ورپېژندل شو.
دهغه پروګرام په ترڅ کې، چې د کرنې وزارت  مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند حاجي سالم او د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه، ملا سراج الحق میرویس ذاکري د ځنګلونو چارو د تنظیم د نوي رییس په توګه رسماً معرفي او خپل کار یې پیل کړ.
ملا سراج الحق میرویس ذاکري تر دې وړاندې د پکتیا د عامې روغتیا رییس او د هلمند ولایت د مستوفیت د مالي آمر په توګه دندې ترسره کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې محمد امان امانیار دکرنې وزارت د ځنګلونو چارو د تنظیم درییس په توګه دنده ترسره کوله.

معرفی رییس تنظیم امور جنگلات 
۱۴ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا سراج الحق میرویس ذاکری به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و منظوری مقام ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان به حیث رییس تنظیم امور جنگلات وزارت زراعت تعین و به کارش آغاز کرد.
 طی برنامه‌ای با حضور  ملا آغاجان آخند « حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت و شماری از روئسا و کارمندان بخش‌های مختلف وزارت زراعت ملا سراج الحق میرویس ذاکری به حیث رییس تنظیم امور جنگلات وزارت زراعت تعین و به کارمندان آن اداره معرفی شد.
موصوف پیش از این به صفت رییس صحت عامه ولایت پکتیا و  آمر مالی مستوفیت ولایت هلمند ایفای وظیفه کرده است.
این در حالی است که پیش از این محمد امان امانیار به حیث رییس تنظیم امور جنگلا ایفای وظیفه می‌کرد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS