کاپیسا کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

mail-admin
Thu, Aug 01 2024 12:52 PM
کاپیسا کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

۱۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کاپیسا ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د کاپیسا ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي ددې ولایت د کرنې رییس مولوی محمدرحیم نعماني په مشرۍ د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالی  ته د سفر په ترڅ کې دغه ولسوالی له سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په هکله خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د تګاب ولسوالی چارواکو یاد تخنیکي ټیم ته دهراړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند او د دوی هڅې او فعالیتونه یې وستایل.
دغه راز یاد پلاوي د تګاب په ولسوالی کې له یوشمېرهغو سیمو څخه چې امارتي ځمکې په کې غصب شوي دي هم لیدنه وکړه.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS