د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانو روزنې له یو شمېر فارم لرونکو سره وکتل

mail-admin
Wed, Jul 31 2024 3:59 PM

۱۰ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د چرګانو روزنې له یو شمېر فارم لرونکو او د چرګانو روزنې ټولنې له مسؤلینو سره وکتل.
د دې ناستې موخه د چرګانوروزنې د فارم لرونکو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو حل، د تولیداتو د زیاتوالي څرنګوالی او د ښاروالۍ له لوري په بازار کې د چرګانو د غوښې بیې کنټرولول ؤ.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل: «موږ د چرګانوروزنې په سکتور کې ځان بسیاینې ته نږدې شوي یو، سوداګر او فارم لرونکي باید هڅه وکړي چې په نورو سکتورونو کې هم ځان بسیاینې ته ورسېږو، موږ د چرګانو روزنې سکټور څخه ملاتړ کوو، ځکه دا د مالدارۍ لویه برخه جوړوي.»
 د فارم لرونکو د ملي ټولنې استازی رسول خان همدرد وويل: «د مالياتو زياتوالى، په بازار کې د چرګانو د بيو د کنټرول نشتوالى او د چرګانو د خوراکي توکو واردول د چرګانوروزنې د فارم لرونکو عمده ستونزې دي.»
اوس مهال په ټول افغانستان کې د چرګانو روزنې لسګونه زره کوچني او لوی فارمونه شتون لري، چې غوښې او هګۍ تولید او بازار ته وړاندې کوي او موږ د چرګانو د غوښې د تولید په برخه کې هم ځآن بسیاینې ته رسېدلي يو.

معین زراعت و مالداری با شماری از فارمداران مرغ دیدار کرد
۱۰ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از فارمداران مرغ و اتحادیه مرغ پروری در دفتر کارش دیدار کرد.
هدف از این دیدار،  حل مشکلات و چالش‌های موجود فرا راه فارمداران مرغ، چگونگی افزایش تولید و کنترول قیمت گوشت مرغ در بازار توسط شاروالی بود.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت گفت:« ما در بخش مرغداری نزدیک به خودکفایی رسیده ایم، تاجران و فارمداران تلاش نمایند تا در بخش های دیگر نیز به خودکفایی نزدیک شویم، ما از سکتور مرغداری حمایت میکنیم و این بخش عمده مالداری را تشکیل میدهد».
رسول خان همدرد نماینده اتحادیه سرتاسری فارمداران در این دیدار گفت:« افزایش مالیات، عدم کنترول نرخ مرغ در بازار و واردات خوراکه مرغ از مشکلات عمده فارمداران مرغ است.»
در حال حاضر ده ها هزار فارم‌های مرغ کوچک و بزرگ در سراسر افغانستان فعالیت دارد که گوشت و تخم مرغ تولید و به بازار عرضه مینمایند که ما در  بخش تولید گوشت مرغ نزدیک به خودکفایی رسیده ایم.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS