د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په ننګرهار کې د غصب شویو لرګیو ټالونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Wed, Jul 31 2024 2:56 PM
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په ننګرهار کې د غصب شویو لرګیو ټالونو څخه لیدنه وکړه

۱۰ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار په ولایت کې د شنې قطعې له خوا د راټولو شویو لرګیو له ټالونو څخه لیدنه وکړه.
دغه لرګي د ختيځو ولايتونو په ځنګلونو پورې اړه لري، چې د قاچاق وړونکو له لوري پرې شوي او د لېږد پر مهال ضبط شوي دي.
د دې لیدنې پر مهال د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې هیڅوک حق نه لري له دغو لرګیو کار واخلي او قاچاق وړونکي باید په راتلونکي کې ځنګلونه پرې نه کړي.
ښاغلی فیضان وویل، دغه لرګي چې د جلال اباد ښار په څو سیمو کې راټول شوي دي د امارت د مشرتابه تر پرېکړې پورې په تمه کېږو، چې په دې اړه څه پرېکړه کوي. همدارنګه د اوبولګولو مرستیال د کرنې ریاست او د کورنیو چارو وزارت د شنې قطعې کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې لرګي مناسب ځای ته انتقال کړي.

بازدید معین ‌آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت از انبار‌های چوب ضبط شده در ننگرهار 
۱۰ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و‌ منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت ننگرهار از انبارهای چوب جمع آوری و ضبط شده توسط قطعه سبز در ولایت ننگرهار بازدید کرد.
این چوب‌ها مربوط جنگلات ولایت‌های شرقی می‌شود که توسط قاچاقبران‌ چوب قطع شده‌ و هنگام انتقال ضبط گردیده است.
معین آبیاری و‌ منایع طبیعی در این بازدید گفت که هیچ کس حق استفاده از این چوب‌ها را ندارد و نباید در آینده قاچاقچیان جنگلات را قطع کنند. 
منتظر می‌باشیم تا رهبری امارت در قسمت این چوب‌ها که در چندین منطقه از شهر جلال آباد جمع آوری شده چه تصمیم می‌گیرد. همچنان معین آبیاری به کارمندان اداره زراعت و قطعه سبز وزارت داخله سفارش نمود تا چوب ها را در یک محل مناسب انتقال دهند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS