د اروزګان مرکز ترینکوټ کې یوشمېر بزګران وروزل شول

د اروزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د شاه منصورو کلي بزګرو ته د جوارو او نورو کرنیزو توکو د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
په دې لړ کې بزګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی، کتاري کرنې، اوبولګولو، د بیکاره وښو لیرې کولو، د کیمیاوي سرې کارونې او نورو برخو کې هر اړخیزې زده کړې ورکړل شوې.
دغه زده کړې هغو بزګرو ته په لاره اچول شوي دي، چې څه موده مخکې ورته دکرنې ریاست لخوا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د اروزګا ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د مرکز ترینکوټ په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.