د کرنې وزارت پلاوي په چین کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفیر سره وکتل

mail-admin
Wed, Jul 24 2024 12:37 PM
د کرنې وزارت پلاوي په چین کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفیر سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزارت پلاوی، چې د یو کمربند او یوې لارې د کرنیزې پالیسۍ جوړونې تر عنوان لاندې په نړۍوال سیمینار کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی، د چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفیر بلال کریمي سره وکتل. 
دغه پلاوي چې مشري یې د غلودانو او صنعتي بوټو رییس مولوی محمد اسمعیل شکیب کوي، د مېوو د څېړنو د سمون آمر نذیر نوابي، د پالیسیو آمر محمد قیس شریفي، او دغلو دانو د کرنیزو تخمونو د وېش لوی مدیر ذکریا احمدي په شتون کې چین ته سفر کړی.
په دې کتنه کې یاد پلاوي د چین هېواد په بیجینګ ښار کې د افغانستان سفیر ته د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ګډ کار د ننګونو، فرصتونو او زمینو په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د چین د همکارۍ جلبولو او د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه .
په همدې حال کې یاد پلاوي د افغانستان او چین ترمنځ د تجربو او زده کړو د شریکولو لپاره د همغږۍ غوښتنه وکړه، چې د سفیر له خوا ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
چین یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو ته وروسته له افغانستان سره تر ټولو زیاته همکاري کړې ده.

دیدار هیئت وزارت زراعت با سفیر کبیر امارت اسلامی افغانستان در چین 
۳ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت امارت اسلامی افغانستان که به منظور اشتراک در سمینار بین الملی تحت عنوان پالیسی سازی زراعتی یک راه و یک کمربند به کشور چین سفر کرده اند با بلال کریمی سفیر کبیر امارت اسلامی افغانستان در کشور جمهوری خلق چین دیدار کردند.
این هیئت به سرپرستی مولوی محمد اسماعیل شکیب رییس توسعه غلاه جات و نباتات صنعتی و با حضور نذیر نوابی آمر اصلاح  تحقیقات میوه جات، محمد قیس شریفی آمر پالسی‌ها و ذکریا احمدی مدیر عمومی توزیع تخم‌های بذری غله جات به کشور چین سفر کرده اند.
در جریان این دیدار هیت متذکره در رابطه به چالش‌ها، فرصت‌ها و زمین‌های کار مشترک در سکتور زراعت و مالداری میان افغانستان به سفیر افغانستان مقیم شهر پیچنگ کشور چین معلومات ارایه کرده و خواستار ایجاد هماهنگی بیشتر و جلب همکاری کشور چین در سکتور زراعت و مالداری افغانستان شدند.
در همین حال هیئت متذکره خواستار ایجاد هماهنگی جهت تشریک تجارب و آموخته‌ها میان افغانستان و کشور چین شدند که از جناب سفیر اطمینان لازم برای هیئت وزارت زراعت سپرده شد.
کشور چین از جمله کشورهای است که بیشترین همکاری را پس از حاکمیت امارت اسلامی با افغانستان انجام داده است.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS