د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کاپیسا د ګلغنډۍ د کبانو له فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Wed, Jul 24 2024 12:36 PM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کاپیسا د ګلغنډۍ د کبانو له فارم څخه لیدنه وکړه

۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند«حاجي سالم» له خپل ټیم سره د کاپیسا ولایت د ګلغنډۍ د کبانو له فارم څخه لیدنه وکړه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال له دغه فارم څخه د لیدنې پر مهال وویل: «د کاپیسا ولایت ډېرې اوبه لري، په همدې موخه په دغه ولایت کې د کب روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړېدای شي.»
په همدې حال کې د کاپيسا د کرنې رييس محمد رحيم نعماني وويل: «هره جمعه صیاد ته زرګونه کسان راځي، که چېرې د کبانو ډېرفارمونه جوړ شي، عواید په یې ډېر او د خصوصي سکټور لپاره به هم ډېر ګټور تمام شي.»
د کرنې وزارت د مالدارۍ د خدمتونو رییس ډاکټر ایوب احدي وویل: «موږ کولای شو چې په کاپیسا ولایت کې تر ټولو ښه کبان تولید کړو، دلته د ګرمو او سړو اوبو کبانو روزنې ته زمینه برابره ده.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د کبانو فارمونه زیات کړي، ترڅو تولید او مصرف دواړه په هېواد کې ترسره شي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت از فارم ماهی گلغندی ولایت کاپیسا بازدید کرد
۳ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با تیم همراه شان از فارم ماهی پروری گلغندی ولایت کاپیسا دیدن نمود.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان بازدید از این فارم گفت:« ولایت کاپیسا آب فراوان دارد  می شود که در این ولایت فارم‌های پروری زیاد ساخته شود.»
در همین حال، محمد رحیم نعمانی رییس زراعت کاپیسا گفت:« هزاران نفر در هر جمعه به صیاد می‌آیند، اگر فارم ماهی پروری زیاد ایجاد شود خیلی درآمد دارد و برای سکتور خصوصی هم مفید می باشد.»
داکتر أیوب احدی رییس خدمات مالداری وزارت زراعت گفت:« ما میتوانیم در ولایت کاپیسا بهترین ماهی تولید کنیم، هم ماهی گرم آبی و ماهی سرد آبی در اینجا زمینه آن مساعد است.»
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد که فارم‌های ماهی پروری را افزایش دهد، تا هم تولید و  هم مصرف در داخل کشور صورت گیرد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS