پکتیکا کې د غنمو ۲۸ ننداریزې قطعې جوړیږي
![پکتیکا کې د غنمو ۲۸ ننداریزې قطعې جوړیږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2019-10/72330848_2766793623345220_3178412005337858048_n.jpg)
۲۳ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پکتیکا په اورګون، سروبي، سروضه، خیرکوټ، یحی خیل او یوسف خیلو ولسوالیو کې د غنمو ۲۸ ننداریزې قطعې جوړوي.
په همدې موخه د پکتیکا د کرنې ریاست له خوا د یادو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او توره او سپینه سره ووېشل شول.
ددې برنامې په اساس په دې ولایت کې د غنمو د پرمختللو لارو چارو د ترویج په پار د غنمو ۲۸ ننداریزې قطعې جوړیږي.
د پکتیکا د کرنې ریاست وایي، چې دغنمو دغه ننداریزې قطعې د کتار په ډول په ازمایښتې بڼه کرل کیږي، چې موخه یې د بزګرانو عامه پوهاوی او د حاصلاتو زیاتوالی ده.
د غنمو په دغو ننداریزو قطعو کې بزګرانو ته د غنمو د پرمختللي کرکېلي او د کروندو د مناسبې پالنې لارې چارې هم ښودل کیږي.