د هملند دکرنې رییس ولسونو ته؛ دکرنې ریاست دروازې ستاسو پرمخ خلاصي دي

mail-admin
Sat, Jul 20 2024 1:35 PM
د هملند دکرنې رییس ولسونو ته؛ دکرنې ریاست دروازې ستاسو پرمخ خلاصي دي

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وروستۍ هڅې او فعالیتونه دعامو ولسونو لخوا وستایل شول.
دغه ناسته چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه بولان څېړنیز فارم کې جوړه شوې وه پکې د مرکز لښکرګاه په ګډ،ن د ګڼو ولسوالیو لسګونه بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو په ګډون د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج، د کرنیزو چارو آمر احمد محب، د ترویج عمومي مدیر قاري محمدنسیم مسلم، دکرنې ریاست تخنیکي سلاکار ماسټر جان اقا بشیري او نورو مسؤلینو هم پکې برخه لرل، چې په دې ولایت کې د کرنې ریاست لخوا د یادو ځمکوالو سره په بیلابیلو برخو کې د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو یادونه وشوه.
دغونډې ګډونوالو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د هغو چوپړونو او خدماتو یادونه وکړه، چې په دې ولایت کې ورسره د کرنې ادارې لخوا د همکاریو زمینه برابره شوې ده او ددوی په کرنیز اقتصاد کې یې بهبود او نوښت رامنځته کړي دي. 
همدارنګه ګډونوالو په دې ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش، د مالدارۍ او حیواني روغتیا، د نباتي ناروغیو مخنیوی، د اوبولګونې د سیستم رغونې، د تخمونو د اصلاح او تکثیر، د مېوه لرونکو نیالګیو او نویو بڼونو رغولو او دې ته ورته په نورو هغو خدماتو خبرې وشوې، چې زرګونه ځمکوال ورڅخه برخمن شوي دي.
په یاده غونډه کې د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وویل: «څرنګه چې د هلمند ولایت د کرنې سکتور ډېر زیات کار او هڅو ته اړتیا لري، کوم خدمات او چوپړونه چې ددې ادارې له ادرسه زموږ په مسؤلیت کې تر دې مهاله ترسره شوي دي او یا هم ترسره کېږي د ټول ولایت په کچه بسنه نه کوي، هلمند دکرنې په برخه کې لا ډېرو کارونو ته اړتیا لري، چې په خپل ټول وس او توان سره به هڅه وکړو ترڅو د ځمکوالو د کرنیز اقتصاد پیاوړي کولو په موخه پر لومړیتوبونو او پایداره برنامو کار وکړو.»
هغه همدارنګه عامو ځمکوالو او د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د ادارې دروازې یې د عامو بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو او ولسونو پر مخ خلاصې دي، هر څوک هر وخت کولی شي خپلې ستونزې، غوښتنې، وړاندیزونه او سالمې مشورې ورسره شریکې کړي، دوی به هڅه وکړي چې پر وخت یې موضوعاتو او وړاندیزونو ته رسیده ګي وکړي.
وروستیو کې د غونډې ګډونوالو لخوا د هلمند دکرنې رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج، د د کرنیزو چارو آمر احمد محب او د ترویج عمومي مدیر قاري محمدنسیم مسلم  ته د ښو خدماتو وړاندې کولو له امله د ویاړپګړۍ ور پرسر کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS