کونړ کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
Thu, Jul 18 2024 12:47 PM
222

۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
دغه غونډه، چې د کونړ دکرنې رییس مولوی سلیمان اېمن په مشرۍ ترسر ه شوه، پکې د کونړ ولایت د یوشمېر سیمه ییزو ادارو چارواکو او د مؤسسو مسؤلينو  ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د کونړ دکرنې رییس مولوی سلیمان اېمن د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي اېمن زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
نوموړي دچارو دموثر تطبیق او ښې همغږۍ لپاره ځینې اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل:  «دکرنې سکتور اړوند همکارې مؤسسې باید  د مستحقینو د سروې او د مرستو  وېش چارې دې له دغه ریاست سره په ښې همغږۍ او شفافیت سره ترسره او د ولایت په کچه دې متوازن انکشاف رامنځته کړي. دغله جاتو،حبوباتو او سبو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش،د سبو د ضایعاتو دمخنیوي او پروسس لپاره د لمریزو ماشینونو وېش،دستروس او ام بڼونو جوړول،دصنعتي او لوړ ارزښته نباتاتو لکه زعفران او انجې رواجول،غرنیزو سیمو کې د وحشي حیواناتو دانواعو د پیژندنې او سروې پروګرام په لاره اچول، د بدیل کښت ترویج، کروندګروته دغوښینوچرګانواو شیدو غواګانو فارمونه جوړول، د څارویو دتغذیې لپاره دمتراکمې حیواني خوراکې وېش ،مالدارانو ته دشیدو لوشلو ماشینونو وېش، دڅارویو دناروغیو پروړاندې مجادله، د کبانو فارمونو جوړول، دڅارویو دنسلونو داصلاح  برنامو او پروژو په لاره اچول هغه غوښتنې دي، چې موږ یې له همکارو مؤسسو غواړو.»
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د غونډې په پای کې ښاغلي اېمن د همکارو برنامو مسئولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS