د کندز دوو ولسوالیو کې پر یوشمېر کورنیو غواوې ووېشل شوې
![د کندز دوو ولسوالیو کې پر یوشمېر کورنیو غواوې ووېشل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/img-20240713-wa0151_0.jpg)
۲۳چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اغاخان بنسټ پههمکارۍ ددې ولایت د علي آباد او خان آباد ولسوالیو پر۳۰ بې سرپرسته او بېوزله کورنیو غواوې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره دغه غواوې له دقیقې سروې وروسته پر هغو کورنیو وېشل شوي دي، چې اقتصادي وضعیت یې خورا خرابه او د کورنۍ سرپرستي د وړو یتیمانو پرغاړه وه.
دغه غواوې په وړیا ډول پر دوی وېشل شوي دي، چې ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او په یادو ولسوالیو کې د مالدارۍ پراختیا ته زمینه برابرول دي.