د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست او ټولګټو وزارت ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو
۲۱چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او د ټولګټو وزارت ترمنځ؛ د لوړ تناژ تلې د جوړولو په موخه د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوی محمود مظلوم، د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوی سید محمد سعید او د ټولګټو وزارت د تلو چارو سمون رییس الحاج مولوی محمد اعظم سروري ترمنځ د ځمکو د جیوډیزې او کدستر لوی رییس مولوی سعید الرحمن مظهري، په شتون کې لاسلیک شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د ټولګټو وزارت د (۲۹۵) ګنې د ۲۱/۱۲/۱۴۴۴ نېټې په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۵۷۳۳) ګنې د ۲۶/۱۱/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس د میدان وردګو ولایت په مرکز کې د نږدې لس جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شوی دی.
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د چارواکو په خبره ددې تړون له مخې د میدان وردګ ولایتد مرکز کې په دوو سیمو کې چې يوه يې په ۶ جريبه او دويمه يې ۳.۷۵ جريبه ځمکه ده د لوړ تناژ تلې د جوړولو په موخه ټولګټو وزارت ته لېږدول کېږي.