د غزني ولایت د ځمکو غصب مخنیوی کميټي ددی ولایت له والي سره وکتل

mail-admin
Thu, Jul 11 2024 11:01 AM
د غزني ولایت د ځمکو غصب مخنیوی کميټي ددی ولایت له والي سره وکتل

 ۲۱چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د غزني ولایت د ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی  د غزني ولایت والي الحاج حافظ محمد امین عمري سره ددې ولایت د مرستیال والي الحاج مولوی رحیم الله محمود، امنیه قومندان، د استخباراتو ریاست مرستیال، د استیناف محکمې رییس او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د کتنې په ترڅ کې ددې ولایت د ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي پر ستونزو، ننګونو او لاسته راړنو خبرې وکړې.
 پۀ پيل کې د غزني ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي مشر مولوي ګلاب الدين ذبیح الله د تخنیکي پلاوی د چارو او ترسره شویو کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او ورپسې د ياد پلاوی غړو د عامه ملکیتونو او دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي د نافذه مقررې او کړنلارې په اړه خبرې وکړې، چې پۀ ترڅ کې يې خپل نظرونه له یو بل سره تبادله کړل.
مولوي ګلاب الدين ذبیح الله  وویل، چې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د استرداد مسئولیت یو معمولي مسئولیت نه دی؛ بلکې دا یو عبادت ګڼم؛ ځکه چي د بیت‌المال ساتنه ده او دغه راز یې زیاته کړه چې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د هېواد لپاره خورا لوړ اقتصادي اړخ او ارزښت لري.
په ورته وخت کې د غزني ولایت والي الحاج حافظ محمد امین عمري وويل، چې د نظام رامنځته کول ددې لپاره شوې، ترڅو هېواد کې شرعي اُصول نافذ کړو؛ نو د غاصبینو څخه د بیت‌المال خلاصول یو شرعي امر دی او په دې برخه کې یې د ناستې ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړي او د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
په همدې حال کې د غزني د غزني ولایت والي الحاج حافظ محمد امین عمري او مرستیال والي الحاج مولوي رحیم الله محمود د ياد تخنیکي پلاوي کړنې او فعالیتونه وستايل او د اړوندو ادارو پر ښې همغږۍ د ټینګار ترڅنګ یاد پلاوي سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS