د اکشن اېډ مؤسسې چارواکو د کرنې وزارت د اوبولګولو له مرستیال سره د ۸۸ پروژو د تطبیق معلومات شریک کړل

mail-admin
Tue, Jul 09 2024 11:12 AM
د اکشن اېډ مؤسسې چارواکو د کرنې وزارت د اوبولګولو له مرستیال سره د ۸۸ پروژو د تطبیق معلومات شریک کړل

۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د اکشن اېډ مؤسسې چارواکو د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان په حضور کې، د یوې غونډې په ترڅ کې چې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیالۍ کې دائره شوې وه د ۸۸ پروژو د تطبیق وړاندیز د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سره شریک کړل.
 دغه پروژې په بامیان، بلخ، غور، سمنګان، جوزجان، ننګرهار او هرات ولایتونو کې پلې کېږي، چې ورسره به  زرګونه کسانو د کار زمینه هم برابره شي.
په دې کتنه کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د هغو پروژو په پلي کولو ټینګار وکړ چې زیاتې اغیزمنې او شفافې وي او په ځینو مواردو کې یې خپل نظریات شریک کړل، ترڅو آبرېزې په اړینو سیمو کې جوړ شي.
د اکشن اېډ مؤسسې مسوول انجنیر قیس زاهدي د ځنګلونو، طبیعي سرچینو او اوبو لګولو د متخصصینو په حضور کې د دغو پروژو په اړه معلومات ورکړل.
دغه راز په دې غونډه کې د کرنې وزارت او د اکشن اېډ مؤسسې ترمنځ د فعالیتونو د تطبیق په برخه کې د همغږۍ د پراخولو په موخه د هوکړه لیک  پر لاسلیکولو هم خبرې وشوې.


مسوولان موسسه اکشن اید معلومات تطبیق ۸۸ پروژه را به معین آبیاری وزارت زراعت شریک ساختند
۱۹ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مسوولان موسسه اکشن اید پروپوزل تطبیق ۸۸ پروژه آبریزه را طی نشستی در معینیت آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با حضور مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی شریک نمودند.
این پروژه‌ها در ولایت‌های بامیان، بلخ، غور، سمنگان، جوزجان، ننگرهار و هرات تطبیق میشود و هزاران تن در آن شامل کار می‌شوند.
در این نشست معین آبیاری و منابع طبیعی بر تطبیق پروژه‌های که در آن موثریت و شفافیت بیشتر باشد تاکید نمود و در بعضی موارد نظریاتش را شریک نمود تا در آبریزه‌ها در مناطق مورد  ضرورت جور شود.
انجینر قیس زاهدی یک تن از مسوولان موسسه اکشن اید در این نشست و در حضور متخصصان جنگلات، منابع طبیعی و آبیاری پیرامون این پروژه‌ها معلومات داد.
همچنان در این شست روی امضاء تفاهم‌نامه‌ای میان وزارت زراعت و موسسه اکشن اید به منظور گسترش هماهنگی در تطبیق فعالیت‌ها صحبت شد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS