د کرنې وزارت او د افغانستان د بالټیک کنټرول شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

mail-admin
Mon, Jul 08 2024 12:16 PM
د کرنې وزارت او د افغانستان د بالټیک کنټرول شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ ریاست د څارویو د خوړو نمونې د تجزیې  په برخه کې د افغانستان د بالټیک کنټرول شرکت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغه هوکړه لیک د څارویو صحي او لوړ کيفيت لرونکي خوراکي توکو ته د مالدارانو د لاسرسي او د څارويو د خوراکي توکو د تجزيې او تحلیل لپاره د توکو او د لابراټوار د تجهيزاتو د برابرولو په برخه کې  د مالدارۍ څېړنې ریاست سره دهمکارۍ او د دواړو خواوو د مکلفيت په موخه لاسليک شو.
د بالټیک شرکت په ۱۹۸۰ کې په ډنمارک کې تاسیس شو. دا شرکت د پلټنې، تجزیې او تصدیق په برخه کې فعالیت کوي، ترڅو د کمیت او کیفیت له مخې د ملي او نړۍوالو بنسټونو له خوا مالدارانو ته د څارویو خوندي او صحي خواړه چمتو او ووېشل شي.
دغه هوکړه لیک د مالدارۍ د څېړنې رييس انجنير عبدالولي او د بالټیک شرکت د رييس عبدالله حنيف ترمنځ لاسليک شو او د څېړنې د لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه او د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني له خوا تاييد شو.

تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و شرکت بالتیک کنترول افغانستان امضأ شد
۱۷ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
ریاست تحقیقات مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تفاهم‌نامه همکاری را با شرکت بالتیک کنترول افغانستان در عرصه تجریه نمونه‌های خوراکه حیوانی امضأ نمود.
این تفاهم‌نامه به هدف دسترسی مالداران به خوراکه‌های حیوانی صحی و با کیفیت و همکاری در تهیه وسایل و تجهیزات لابرتوار تحلیل و تجزیه خوراکه حیوانی ریاست تحقیقات مالداری و مکلفیت دو طرف به امضأ رسید.
شرکت بالتیک در سال ۱۹۸۰ در کشور دنمارک ایجاد شده است، این شرکت در بخش تفتیش، تجزیه و ارایه تصدیق فعالیت نموده، که خوراکه مطمین و صحی را  برای مالداران از جانب موسسات ملی و بین‌المللی از لحاظ کمیت و کیفیت عرضه و توزیع نماید.
این تفاهم‌نامه میان انجنیر عبدالولی رییس تحقیقات مالداری و عبدالله حنیف رییس شرکت بالتیک به امضأ رسیده و از سوی مولوی نصرت الله طلحه رییس عمومی تحقیقات تایید و توسط مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری منظور گردید.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS