د کندهار شپږو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
Sun, Jul 07 2024 1:06 PM
د کندهار شپږو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۷چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د «سي،اچ،اې» او سولې بنسټ مؤسسو په همکارۍ ددې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د کرنې ادارې اړوند دبوټو ساتنې او ترویج مدیریت کارکوونکو لخوا د څارویو، بڼونو او بوټو د افتونو او ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې یوشمېربزګران روزلي دي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي وویل، چې د بزګرانو د وړتیالوړولو په پآر د کندهار دکرنې ریاست  فني او مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت په کچه د عامه پوهاوی کمپاین پی شوی دی، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت د شپږو ولسوالیو ډېر شمېر بزګران روزل شوي دي.
 ښاغلي فضلي وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به د یاد ریاست مسلکي کارکوونکي ددې ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو کلیو کې به بزګرانو ته د کرکیلي او مالدارۍ اړوند عامه پوهاوی ورکړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS