ننګرهار کې پر ۱۵ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي
![ننګرهار کې پر ۱۵ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-07_at_11.01.36_9e62e8a0.jpg)
۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۳۰ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د اکشن اېډ مؤسسي د ختیځ زون مسؤل عبدالواسیع حنیفي سره په کتنه کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش په موخه خبرې اترې وکړې.
ددې کتنې په ترڅ کې د اکشن اېډ مؤسسي د ختیځ زون مسؤل عبدالواسیع حنیفي د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د اکشن اېډ مؤسسې د روانو، راتلونکو او تېرو فعالیتونو په تړاوو معلومات وړاندې کړل.
حنیفي د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې غنمو اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو وېش لپاره د بزګرانو انتخاب، ۱۲۰۰ کسانو ته دکار زمیني برابرولو، حیواني خوراکې وېش، کرنیزو وسایلو، بڼوالۍ ترسره کولو، صفر انرژۍ ۱۰ پایې د سبو او مېوو زېرمتونونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې معلومات شریک کړل.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د اکشن اېډ مؤسسې مسؤلینو ته په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اکشن اېډ مؤسسه د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې د بزګرانو او مالدارانو سره داصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو، حیواني خوراکي، بڼوالۍ، چکډېمونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې لاسنیوی کوي.